ماښام نږدي نهه بجې دكندهارپرلوي زندان بريدسوي اودګڼي مرګ ژوبلي ترخوزيات سياسي زندانيان په تېښته بريالي سوي دي .
لمړي له چاودېدونكوتوكوډك ټانكرموټردزندان له دروازې سره نږدي چاودنه كړې اوورسره يوځاي بريدكونكوپرزندان ددرنووسلووارونه كړي .
لمړني معلومات ښيې چې په بريدكې دزندان څوارلس ساتونكې وژل سوي اودزندانيانوله مرګ ژوبله څخه لامعلومات ندې ترلاسه سوي .
يوتن امنيتي ماموردنوم نه ښودلوپه شرط لراوبر ته وويل چې په زندان كې دسياسي بلاك نږدي ټول زندانيان تښتېدلي خويوشمېريې بيرته دپوليسوله لوري نيول سوي دي .سيمه دامنيتي سرتيروتركلكي څارني لانده ده اوپه زياتره نږدي سيموكې ېې دزندانيانودپيداكولوپه موخه پلټني راوني دي .
دزندان مخ ته دزوره وري موټربم نښاني له لري څخه ليدل كيږي .دلته دترافيكودامريت ودانۍ زياته زنامنه سوي اودزندان دروازه بېخي نړيدلي ده .
دم ګړي دكندهار هرات لويه لار (A1 )دسرپوزې په سيمه كې دترافيكوپرمخ تړل سوي اوچاته دتګ راتګ اجازه نه وركول كيږي .
دپېښي په اړه به نورمعلومات وروسته خپاره سي ، د تيري شپې د پېښي لومړني جزيات د لاندي کرښي په کليک کولو ولولئ
لراوبر عاجل خبر : کندهار ښار خونړيو بريدونو ولړزاوه
٢٣ / ٣ / ١٣۸۷ وخت ۲۲:۱۵ کندهار 2009-06-13 * 22:15