اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې په خيبر پښتونخوا کې د ځمک ښووېدنې له امله تر اوسه د لږترلږه پنځو کسانو جسدونه راوېستل شوې دي.ځايي پوليس وايي دغه پېښه د بر دير د کوهستان په يوه لرې پراته کلي بدران کې نن رامنځته شوې ده.يوه ځايي چارواکي ويلي ځمکه د سلطان په نوم د يوه کس پر کور ښووېدلې ده.د ده په خبره په دغه پېښه کې ۱۱ کسان له خاورو لاندې شوي چې اته يې ماشومان دي.د پېښې له کېدو سملاسي وروسته ځايي خلکو په شته وسایلو د ژغورنې هڅې پيل کړې دي.پوليس وايي د مرستو چارې دوام لري او تر اوسه پنځه جسدونه له خاورو وېستل شوي دي.دوی وايي وېستل شوي جسدونه د څلورو ماشومانو او يوې ښځې دي.ځايي چارواکي وايي له خاورو لاندې د پاتې ايسارو کسانو د وېستو هڅې روانې دي.