په لغمان کې سخت اورښت او ږلۍ ګڼ شمیر خلکو ته مالي زیان اړولی او د راوتلو سیلابونه له امله د کابل جلال اباد په لویه لاره د تګ راتګ ستونزه یې رامنځته کړې.
د بادپښ ولسوالۍ د شاګولیانو، ګړوچ، اندروړ او اخندزادګانو په سیمو کې د سختې ږلۍ او اورښت نه وروسته سیلابونه را وتلي چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په لسګونه جریبه ځمکو کې یې کرنیز فصلونه او یو شمیر څاروي وړي او شا و خوا ۲۰ کورونه یې تخریب کړي دي.
بل لور ته د لغمان ولایت په اړونده ساحه کې د کابل جلال اباد په لویه لار د تنګي او کاکڅ په سیمو کې راوتلو سیلابونو د ترافیکو پر مخ ستونزې را ولاړې کړي.
لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د اضطرار کمیټې او ټولګټو ریاست ته سپارښتنه کړې چې یاده کمیټه دې خپله سروې ژر تر ژره بشپړه او له زیانمنو شویو کورنیو سره دې خپلې مرستې وکړي او د ټولګټو ریاست دې د کابل جلال اباد په لویه لاره د ترافیکو پر مخ را ولاړه شوې ستونزه هواره کړي.