کور / تازه خبرونه / نوازشریف د افغانستان د ټولټاکنوهرکلى وکړ

نوازشریف د افغانستان د ټولټاکنوهرکلى وکړ

اسلام اباد:د سماء ټلویزیوني کانال د خبر له مخې، د پاکستان لومړي وزیر، محمد نوازشریف د افغانستان د بریالیو ټولټاکنو له ترسره کېدو په هرکلي سره، هیله مندي څرګنده کړه چې په سیمه کې به آرامي رامنځ ته شي.خبر زیاتوي چې نوازشریف په یوه پيغام کې د افغانستان ولسمشر حامد کزي او ددغه هېواد خلکو ته د بریالیو ټولټآکنو ترسره کېدو له امله مبارکي وویله.د نوازشریف د پیغام په دوام کې راغلي چې افغانستان د پاکستان لپاره ارزښت لري او اسلام آباد غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ډيموکراسۍ شاهد و اوسي.نوزاشریف په خپل پيغام کې زیاته کړې ده چې پاکستان نه یوازې له افغانستان سره مرسته کوي او له دې هېواد څخه ملاتړ کوي، بلکې د افغانستان له نوي ولسمشر سره به په سیمه کې د سولې اوامنیت د رامنځ ته کېدو په موخه ملګرتیا وکړي.نوازشریف همدارنګه هیله مندي څرګنده کړې چې په افغانستان کې واک په سوله ییزه توګه انتقال شي.