کور / تازه خبرونه / د حکومت او طالبانو د ګډې کمیټې غونډه کيږي

د حکومت او طالبانو د ګډې کمیټې غونډه کيږي

اسلام اباد :دسما خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پاکستان د حکومت او طالبانو د ګډې کمیټې د غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړ د چودري نثار علي خان وویل، د طالبانو له ډلې سره په راتلونکو خبرواترو پورې د اړوندو مسایلو د څیړلو او بحث لپاره نن د دواړو خواو ترمینځ یوه غونډه کیږي.د پاکستان د طالبانو د ډلې ویاند شاهد الله شاهد هم د اپریل تر لسمې نیټې پورې د دغې ډلې لخوا د ډزبندۍ د اوږدیدو اعلان ته په اشارې سره وویل: طالبانو خپل جدیت او مسئولیت مننه وښودله او اوس مهال یې د حکومت او امنیتي ځواکونو په خلاف خپل ټول فعالیتونه بند کړي دي.