کور / تازه خبرونه / پر کندهار محبس تر بريد وروسته په سلګونو طالبان وتښتېدل

پر کندهار محبس تر بريد وروسته په سلګونو طالبان وتښتېدل

  ٢٣ / ٣ / ١٣۸۷  وخت  ۲۲:۱۵ کندهار 2009-06-13 * 22:15  ددې خبر جزيات دشپې په اږدو کي په پرله پسې ډول تازه سوي دي .

طالبانو پر کندهار محبس بريد وکړ او خپل په سلګونو زنداني ملګري يې ازاد کړل

په کندهار کي د ولايتي بيا رغوني PRT پر مرکز د سپکو او درنو وسلو بريد وسو

له کندهاره لراوبر ته تازه رارسېدلی خبر وايي چي لږ مخکي په سيمه ايز وخت څه باندي نهه بجې پر کندهار زندان باندي دخونړۍ حملې په نتيجه کي په لسګونه کسان مړه، ژوبل او شا او خوا  اته سوه زندانيان له کندهار محبسه تښتېدلي دي .

پېښه هغه مهال رامنځته سوه کله چي له چاوديدونکو توکو ډک يو ټانکر موټر د محبس په عمومي دروازه ور ننوت اووچاوديد ، چاودنه دومره زوروره او درنه وه چي ږغ  يې د ښار تر ليري پرتو سيمو پوري واوريدل سو او د شاوخوا ۳ کيلو مترو پوري يې د کورونو دروازې او کړکۍ وغورځولې ، د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي پر کندهار محبس بريد د يرغمل سوو طالبانو د ازاديدو په موخه د چاوديدونکو توکو ډک ټانکر پذريعه د دوو تنو د سر په بيه ترسره سو ، قاري يوسف زياتوي چي تر درنې چاودني وروسته  ۳۵ موټرسايکل سپرو فدايي سرتيرو پر کندهار محبس بريد وکړ او ۴۰۰ بندي طالبان يې له زندانه ازاد کړل .

يوې باوري دولتي سرچينې لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي په بريد کي د کندهار محبس ۱۵  امنيتي ساتونکي مړه او ټپيان سويدي ،په دې بريد کي زندانيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقيقه شمېره يې معلومه نه ده ، نوموړي وويل چي د ۷۰۰  څخه تر ۸۵۰ پوري زندانيان له زندانه تښتېدلي دي . ياده سوې سرچينه وايي چي تر چاودني لږ وروسته په زيات شمېر پوليس او د ملي اردو سرتيري د ښار واټونو ته راووتل . د ملي اردو سرتيرو او کاناډايي پوځونو تر چاودني دوه ساعته وروسته زندان په خپل کنترول کي راوست ، کندهار ښار ته تر غځيدلو لارو تر څنګ دمحبس شاوخوا د سرپوزې او ډنډ سيمي تر کلکي امنيتي څارني لاندي دي ، د کندهار ښار په ټولو واټونو او کوڅو کي د ملي پوليسو او ملي اردو ګزمې ګرځي .

د کندهار محبس مسول عبدالکبير وايي چي يو شمېر بنديان اوس هم په محبس کي پاته دي ،ځينو هغو زندانيانو چي تيره مياشت يې د نه خوړلو اعتصاب پر مهال له لراوبر ويبپاڼي سره ټيلفوني اړيکي لرلې لراوبر ته په ټيلفوني تماس کي وويل چي يوازي هغه بنديان په محبس کي پاته دي کوم چي د بريد پر مهال سخت ټپيان سوي او نه يې سول کولای له زندانه ووزي ، نور ټول بنديان له محبسه تښتېدلي او خوندي ځايونو ته رسيدلي دي . په کندهار زندان کي د نورو بېلابېلو زندانيانو تر څنګ ۳۵۰ سياسي بنديان هم ساتل کېدل  .

کندهار محبس ته نژدې د ماله جات ځينو اوسيدونکو د لراوبر ويبپاڼي  ته د ټيلفون پر ليکه وويل چي له محبس څخه يو شمېر تښتېدلو زندانيانو چي ځيني يې د بريد پر مهال ژوبل سوي وو ، خو ځانونه يې تر يوه ځايه رسولای سوای ، د ماله جات  او ميربازار په بېلابېلو برخو کي د اوسيدنکو کورونو ته پنا وړې ده ، د کندهار د ښارينو يوه اوسيدونکي لراوبر ويبپاڼي ته په ټيلفوني اړيکه کي وويل چي ددې چاودني ږغ دوی ته نژدې لس کاله مخکي د طالبانو دمشر ملا محمد عمر اخند پر کور  بريد ور پر زړه کړی دی ، نوموړي وويل چي ننۍ چاودني د محبس څخه شاوخوا پنځو کيلو مترو پوري دکورونو دروازې او کړکۍ ماتي کړي دي .

 له لومړني بريد څخه لږ  وروسته  دکندهار ښار په پنځمه ناحيه کي پر پخوانۍ شرکت مېوه چي د ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د کاناډا هيواد له خوا دولايتي بيا رغوني ډلي  يا PRT  مرکز دی ، د سپکو او درنو وسلو بريدونه سوي دي ، شرکت مېوې ته يوه نژدې يوه اوسيدونکي لراوبر ته په ټيلفوني اړيکه کي وويل چي وسله والو کسانو د پي آر ټي پر مرکز باندي چي کاناډايي سرتيري پکښي مېشت دی د راکټونو بريد وکړ، چي سمدستي د پي آر ټي له خوا د خطر زنګ ږغونه پورته سول او د پي آر ټي  له خوا هم ډزي پيل سوې . د ولايتي بيا جوړوني ډلي يوه افغان کارکوونکي چي د نوم له يادولو يې ډډه وکړه لراوبر ته په ټيلفوني اړيکه کي وويل چي له بريد سره سم د پي آر ټي ټول مهيم کسان په زېرخانو ( تر مځکي لاندي اطاقونو ) ته ننوتل ، يوه بل دولتي چارواکي لراوبر ته وويل چي پر پي آر ټي بريد نه بلکي ورته نژدې يوه چاودنه وسوه، نوموړي وويل چي دی پخپله په سيمه ايز وخت د شپې يوه بجه له سيمي څخه تيرېدئ او ويې ليدل چي د پي آر ټي مخي ته د سيمانو پول او منزل باغ تر منځ غځېدلې لاره د تګ راتګ پر مخ تړل سوې وه .

پر پي آر ټي د بريد په اړه د ناټو په ګډون افغان دولت او طالبانو ددې خبر تر خپرېدو پوري هيڅ نه دي ويلي ، په کندهار کي له يوې خوا نيمه شپه ده او له بلي خوا ټيلفوني اړيکي هم په اساني سره نه ټينګېږي .

په کندهار کي د نن شپې دواړو پېښو په کندهار ښاريانو کي سخته وېره خپره کړې ده ، په ټيلفوني اړيکو کي ستونزي پيدا سوې دي ، يو شمېر هغه ښاريان چي موږ د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ټيلفوني تماس ورسره ټينګ کړ ، لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي فکر کوي چي طالبانو پر ټول ښار حمله کړې ، دوی بېله د چاودنو او ډزو د اوريدلو څخه له نور حاله ناخبره دي او انتظار کوي چي سهار به له کورنيو او بهرنيو راډيوګانو واوري چي تيره شپه په کندهار کي څه پېښ سول .

لراوبر بيا هم هڅه کوي چي تر سهاره وروستي ترلاسه کېدونکي معلومات همدلته ورزيات کړي .



 له کاناډا څخه سي بي ايس خبري اژانس  وايي چي په لومړنيو ترلاسه سوو رپورټونو کي ويل سوي وو چي ۱۵۰ تر ۲۰۰ پوري زندانيان په محبس کي پاته دی ، خو د کندهار ولايتي شورا د ريس احمد ولي خان کرزي له خولي وايي چي له کندهار زندانه ټول زندانيان تښتېدلي دی ، هيڅ يو بندي هم پاته سوی نه دی .