اسلام اباد دبي بي سي دخبر له مخې د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف د ترور له یوې هڅې روغ وتلی.پر هغه لاره د بم چاودنه شوې چې په پام کې وو دی له همدې لارې له روغتونه خپل کور ته ولاړ شي.هغه په تېرې جنورۍ میاشت کې وروسته له هغه د درملنې لپاره په اسلام آباد کې یوه پوځي روغتون ته ولیږدول شوی چې په لومړي ځل محکمې ته پر لاره وو او ناروغ شو.د پولیسو یوه ویاند وویل د مشرف پر لاره تر یوه پول لاندې شل دقیقې وړاندې له هغې چې مشرف له همدې لارې تېر شي، یو بم وچاودید.پرویز مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د اساسي قانون د ځنډولو او د بیړني حالت پلي کولو له امله په خیانت تورن دی.د روانې اونۍ پیل کې، دغه پوځي مشر د محکمې له خوا په خیانت تورن شو.پر هغه تور و، چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې بېړنی حالت او پر اساسي قانون د تطبیق چاره ځنډولې وه.٧٠ کلن مشرف پرې لګول شوي تورونه ردوي، او وايي چې ټول تورونه سیاسي انګیزې لري.برید د راولپنډۍ او اسلام اباد ترمنځ په یوه لاره شوی.برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې پر مشرف برید د پنجشنبې پر ګهیځ وختي د فیض اباد پله لاندې شوی.دغه سیمه د پلازمېنې اسلام اباد په څنډو کې پرته ده.د پولیسو یوه لوړپوړي افسر لیاقت نیازي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې “تر پله لاندې څلور کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په یوه پایپ کې ځای پرځای شوي وو، چې د مشرف تر رسېدا ۲۰ دقیقې مخکې وچاودېدل”.دی وايي چې مشرف له یوې بلې لارې کور ته ورسول شو.د مشرف ویاندې عاصیې اسحق منلې ده چې مشرف روغ رمټ کور ته رسول شوی.مشرف له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ پورې د پاکستان پوځي واکمن و، چې د پاکستان تاریخ کې یې تر ټولو ډېره واکمني کړې ده.