نن غرمه ۱۲ بجې د سپين بولدک د پوليسو د قومندان جانان ماما پر موټر په وېش بازار کي په داسي حال کي د ريموټ کنټرول بم چاودنه وسوه، چي د نوموړي موټر فقط څو ګامه د چاودني له ځايه تېر سوی و.
په چاودنه کي نوموړي او ساتونکو ته يې زيان نه دی رسېدلی خو د سړک د غاړي رېړۍ والا او څو دکانداران زخميان سويدي.
جانان ماما لراوبر ته وويل چي د بريد هدف دی وو خو زيان يې ملکي خلکو ته ورسېدی ، نوموړی وايي چي زخميان يې په خپلو موټرو کي روغتون ته رسولي دي او ټولو روغتيايي حالت ښه دی خو له بلي خوا لراوبر ته داسي خبرونه رسيدلي دي چي په پېښه د نژدې مسجد يو طالب او يو رېړۍ والا روغتون ته د رسېدو سره ساه ورکړې ده.
د پېښي په ځای کي يوه دکاندار لراوبر ته وويل چي د پوليسو د موټرانو د تېرېدو سره چاودنه وسوه، د پوليسو يو رينجر بيرته شاته راغئ او زخميان يې په خپلو موټرو کي ولېږدول.
د پېښي پړه تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه ده اخستې خو د جانان ماما په وينا پوليس د پېښي په اړه پلټني کوي.
د سپين بولدک ولسوالي په سيمه کي د يوه نړيوال تجارتي او ترانزيټي مرکز بڼه لري، پر ډيورنډ کرښه پروت د وېش بازار په منځ کي د کندهار او کوئټي تر منځ لاره پرته ده چي هره ورځ زرګونه مساپر له دې لاري تګ راتګ کوي خو په نننۍ پېښه کي مساپرو ته زيان نه دی اوښتی.