کور / تازه خبرونه / يو باندنى فوجي ووژل سو

يو باندنى فوجي ووژل سو

لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د دوى يو عسکر په يوه غير رسمي سفر کي وژل سوى دئ.
خبرپاڼه ليکي چي ياد کس د افغانستان په لوېديځ کي وژل سوى خو دا ئې نه ده په ډاګه کړې چي آيا هغه د يوه ماين په چاودنه ، مخامخ ډزو او يا ئې د وژلو کومه بله وسيله وه .
همدا ډول خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي عسکر د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ ښوولى.