د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،چک او نرخ ولسوالیو کې د بېلابېلو
عملیاتو او نښتې په ترڅ کې اته وسله وال طالبان وژل شوی،درې ټپیان دي او
یو بل له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره ژوندی نیول شوی دی.
د چک ولسوالۍ په بکسمند او خلیلي سیمو کې د تېرې شپې عملیاتو په ترڅ کې
پنځه وسله وال طالبان وژل شوي،همدا راز د وسله والو طالبانو په برید کې
بیا د ملي اردو دوه سرتېرې هم ټپیان شوي دي .
په نرخ ولسوالۍ کې هم تېره شپه امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په
ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې نورټپیان دي .
یو وسله وال طالب په مرکز میدان ښار کې له یوه اندازه وسلو او مهماتو سره
یو ځای د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی ونیول شو.
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې ټولټاکنو ته د زمینې برابرولو په
موخه له تېرې یوې میاشتې ًراهیسې د امنیتي ځواکونو له لورې د وسله والو
طالبانو پر وړاندې پرلپسې عملیات روان دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.