د ننګرهار د بهسودو او یو شمېرنورو ولسوالیو سلګونه استوګنو د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په ملاتړجلا،جلا غونډې وکړې.
یوه غونډه په ختیځ کې د کمپاین په عمومي دفترکې وشوه،چې د بهسودو ولسوالۍ د دامان کلي او یو شمېرنورو ولسوالیو قومي مخورو برخه پکې اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې ډاکټرناصرکاموال راغلو کسانو ته هرکلی ووایه.
وروسته د راغلو کسانو په استازیتوب حاجي طاهر او امین الحق شاکر خبرې وکړې او له ډاکټراشرف غني څخه یې د خپل ملاتړ اعلانولو ترڅنګ د خپلو سیمو ستونزې یادې او د حل غوښتنه یې وکړه.
په ختیځ کې د کمپاین مطبوعاتي مسول ارشاد رغاند د بدلون او دوام ټاکنیزټیم پراهدافو له لنډو خبرو وروسته له خلکو وغوښتل،چې له دې ټیم څخه خپل ملاتړ دې د ټاکنو پرورځ په عمل کې په یوه قوت ثابت او دوی سره د ګټونکو رایو په ساتنه او خوندیتوب کې مرسته وکړي.
بلخوا:د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان سیمه کې سلګونه تنو د یوې غونډې په کولو سره د ډاکټراشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې ملک اسدالله،استاد غلام فاروق،د ولایتي شورا نوماند ډاکټرمیرویس بارکزي د خبرو پرمهال ډاکټراشرف غني د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ ته ترټولو وړ،عالم،باظرفیته او د ښو پروګرامونو لرونکی کاندید وباله او ملاتړیې ترې اعلان کړ.
په ختیځ کې د کمپاین مطبوعاتي مسول رغاند د زون د دفتر په استازیتوب له خلکو وغوښتل،چې د ټاکنو پرورځ له کومې اندیښنې پرته د لوی خدای په ډاډ د وطن د ښې راتلونکې لپاره په پراخه کچه د رایه ورکونې مرکزونو ته لاړشي.
د یادونې وړ ده،چې دغسې غونډې هره ورځ د ختیزو ولایتونو په مختلفو سیمو کې د کمپاین د زون دفتر په همکارۍ او سرپرستۍ جوړیږي او زرګونه تنه پکې د بدلون او دوام ټیم ملاتړ اعلانوي.