د ملي دفاع وزیر سترجنرال بسم الله محمدي،چې د یو لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ
یې نن (دوشنبه) میدان وردګو ولایت مقام کې د دغه ولایت والي ښاغلي
عبدالمجید خوږیاڼي او میشتو امنیتي ځواکونو سره غونډه درلوده،ډاډ څرګند
کړ، چې په دغه ولایت کې د ټاکنو ترسره کېدو په موخه امنیتي وضعیت ښه دی .
نوموړی د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: یو شمېر بهرنۍ کړۍ هڅه کوي،چې روانې
ټولټاکنې په امنیتي لحاظ له ستونزو سره مخامخ کړي،خو په وینا یې امنیتي
ځواکونو په ټول توان سره هڅې پیل کړي،ترڅو دغه ټاکنې په ښه امنیت سره
ترسره شي .
د ملي دفاع وزیر ژمنه وکړه،چې میدان وردګو ولایت ته به ځانګړي افغان ځواکونه هم راولېږي،ترڅو له نورو امنیتي قواو سره د اړتیا پرمهال همکاري وکړی .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې په
دغه ولایت کې په امنیتي برخه کې د مثبت بدلون لامل د امنیتي قواو ترمنځ
ښه همغږي په ګوته کړه .
په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس،امنیه قوماندان او یو
شمېر نورو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ولایت په امنیتي وضعیت د ملي
دفاع وزیر ته معلومات ورکړل .