د پښتونخوا ايالت والي ويس احمد غني وايي سره له دې چي پر پاكستان نړيوال فشار سته، خو د امن تړون به نه ماتېږي.
ويس احمد غني په پېښور كي خبريالانو ته وويل پر مومند ايجنسي د ناټو ځواكونو يرغل غندو او د پاكستان حكومت پر خپل موقف ولاړ دئ، چي بايد د ناټو او پاكستان له خوا په دې اړه جدي پلټني ترسره او پايلي يې اعلان سي.
ښاغلى غني وايي پاكستان د ترهګرۍ خلاف له نړيوال قانون څخه تر هرچا ښه خبر دئ، خو موږ په ځينو مسايلو كي خپلو كورنيو چارو ته هم حساب كوو.
د ويس احمدغني په وينا د سياسي ګوندونو استازو له طالبانو سره خبري وكړې چي ګټوري پايلي يې د پاكستان د كورني امنيت په ګټه وې، ځكه نو د سولي تړون لاسليك سو.