کور / تازه خبرونه / وردګ : د نيالګيو د ايښوولو لړۍ پيل سوه

وردګ : د نيالګيو د ايښوولو لړۍ پيل سوه

په میدان وردګو ولایت کې د نیالګیو ايښولو لړۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوه .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د نیالګیو کینولو لړۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې،چې په کې د دغه ولایت مرستیال والي،د ادارو مسؤلینو،قومي مشرانو،ځوانانو،میرمنو،بزګرانو،لوبغاړو،هنرمندانو او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه،پیل شوه .
دغه مراسم،چې د میدان ښار،ښاروالۍ په تخنیکي او مالي لګښت جوړ شوي وو،د مسؤلینو له لورې د نیالګیو په کینولو سره پیل شول،چې په کې د بېلابېلو لوبو لوبغاړو، سندرغاړو،نظامي منسوبینو او یو شمېر نورو لخوا په زړه پورې نندارې،افغاني محلي موسیقي او اتڼوڼه ترسره شول .
د میدان وردګو مرستیال والي غزني ګل ځاځي د خبرو پرمهال وویل د دغه ولایت د مرکز سربیره په ټولو ولسوالیو کې هم د حمل ( وري ) میاشتي په شپو ورځو کې د نیالګیو کینولو لړۍ پیل شوي او د همدغه میاشتې په ترڅ کې هم پای ته رسیږي.
هغه همدا راز د یادو مراسمو ټولو ګډونوالو او د میدان وردګو پر ولسونو غږ وکړ،چې په ټولټاکنو کې ګډون هم وکړي او د افغانستان په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د ټاکنو له لارې د واک د انتقال پروسه بریالۍ کړي .
د دغه مراسمو په ترڅ کې د میدان ښار ښاروالۍ له لورې زرتنو بزګرانو سره د درې میلیونو افغانيو په مالي لګښت د بېلابېلو توکو مرسته هم ترسره شوه .
د میدان ښار،ښاروال انجینر محمود امیري به وینا په یادو مرسته شویو توکو کې هر برګز ته د درې زره افغانیو په مالي لګښت،د بزګرانو د ضرورتونو وسایل ورکړل شول،