کور / تازه خبرونه / د زابل په نوبهار کي کوچنيان د ښوونځيو اسانتيا نلري

د زابل په نوبهار کي کوچنيان د ښوونځيو اسانتيا نلري

دزابل محلی چارواکو دنوبهارولسوالی له اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه چی خپل بچی دی ښونځیو ته واستوی، ددی ولایت والی په هیواد دروانو ناخوالو یوازینی لامل بسوادی په کوته کړه ، خودنوبهار ولسوالی اوسیدونکی بیاوایی چی په دغه ولسوالی کی دتیر ۱۲ کلونو راهیسی دمعارف بهیر په ټپه ولاړدی او ددوی اولادونو ته ددرس ویلو زمینه نده برابره شوی .
دزابل والی محمد اشرف ناصری دنوبهار ولسوالی له اوسیدونکو څخه دیوی لوی غونډی پرمهال غوښتنه وکړه چی خبل بجی دی ښوونځیوته واستوی ناصری په هیواد کی د روانو ناخوالو یوازینی لامل بیسوادی په کوته او وویل چی که چیری دخپلو او لادونو اینده مو روښانه وی نو په هیواد کی به مودجنګ او جکړو پرځای په سوله او ارامی کی ژوند کوه ، والی په ټنګارسره دټول خلګو څخه غوښتنه وکړه چی دخپلو بچو اینده ته فکر وکړی ترڅو دتعلیم له دی ستر نعمت څخه بی برخی پاتی نشی ،
خودنوبهار ولسوالی اوسیدونکی بیا وایی چی په دغه ولسوالی کی دتیرو ۱۲ کلونو راهیسی دمعارف بهیر په ټپه ولاړدی او ددی اولادونو ته ددرس ویلو زمینه نده برابره شوی دغه اوسیدونکی وایی که چیری دولت ورته ښخونځی معاله کړی نو دی ته اماده دی چی خپل بچی ښونځیوته واستوی ، دنوبهار ولسوالی اوسیدنکی وایی چی دمعارف دستونزوسره سره دژونډ دټولو لومړنیو اسانتیاووکله روغتیا ،زرعت بیارغونی اونوروڅخه بی برخی پاتی دی دذغه اوسیدونکی په خبره دولت باید ورته دژوند دلومړنیو اسانتیاو زمینه برابره کړی .
بل لوری ته ددی ولایت دمعارف چارواکی وایی چی دوی دنوبهارولسوالی لپاره لس بابه ښوونځی په پلان کی لری او که یی اوسیدونکی ورسره مرسته وکړی ورته فعاله به یی کړی .
دنوبهارولسوالی اوسیدونکی په داسی حال کی دمعارف دبهیر څخه سر ټکوی چی څه موده وړاندی ددی ولایت دشاجوی ولسوالی اوسیدونکودرسنیو سره په خبروکی دمعارف چارواکی په فساد تورن کړی وه او وویل یی چی ددوی دښوونځیو په نامه پیسی رایستل ګیږی خو دمعارف مسولین یی په خپلوجیبونوکی اچوی اودلته هیڅ شی هم وجود نلری .