د امريكا جمهور رئيس بوش وايي د جون پر ۲۲ مه سعودي عربستان ته هم د تګ نيت لرم.
نوموړى وايي سعودي ته د سفر موخه يې د تيلو د صادرونكو هيوادونو په سرمشريزه غونډه ګډون كول دي.
تر دې مخكي د سپيني ماڼۍ وياند ويلي وه، چي جمهور رئيس به د سعودي په غونډه كي ګډون نه كوي، خو په روم كي د اېټاليا د صدراعظم سره په يوه ګډه خبري غونډه كي بوش وويل چي له اروپا څخه خپل هيواد ته ستون سم، هلته به د سعودي په غونډه كي د ګډون پر اهدافو او ګټو باندي وږغېږم او زيات امكان يې سته چي سعودي ته ولاړ سم.
بوش وويل په دې غونډه كي د امريكا د ډېرو نيژدې ملګرو هيوادونو مشران لكه د برتانيې صدراعظم ګارډن بروان هم ګډون كوي.
نړۍ ته د تيلو د صادرونكو هيوادونو (اوپيك سازمان) مشر عبدالله بدوي وايي د سعودي په سرمشريزه غونډه كي به په دنيا كي د خامو تېلو د بيو پر لوړوالي غور كېږي، چي د تېلو د را ايستونكو هيوادونو او هغو هيوادونو مشران چي د نړۍ ډېر تېل رانيسي ګډون كوي.