له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازنۍ لاره انتخابات دي”
کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو خپلې لیکنې او تبصرې د انتخاباتو په رانږدې کېدو سره په کابل کې وروستیو حملو او د نوروز په دودیز جشن کې د سیمې د هېوادو د مشرانو خبرو ته ځانګړې کړې.
محور:
محور خپلواکې ورځپاڼې په خپله سره مقاله کې لیکلي؛ که څه هم په کابل او ځینو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو حملو زور اخیستی دی؛ خو یوه نوې سروې ښيي چې په دې شرایطو کې هم نوي په سلو کې افغانان غواړي په انتخاباتو کې رایه ورکړي.
محور لیکلي، اوس خلک پوهیږي چې له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لاره انتخابات دي.
د محور سرمقاله لیکونکي ټینګار کوي؛ خلک باید حوصله له لاسه ورنه کړي او د وسله والو مخالفانو له دا ډول حملو څخه ویره ونه لري او په انتخاباتو کې د ګډون تصمیم باید بدل نه کړي.
ویسا:
بلې ورځپاڼې ویسا د کابل وروستیو حملو ته په کتو لیکلي؛ دا ډول پېښې د دې ښکارندويي کوي چې، داسې کړۍ هم شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او سیاسي ثبات رامنځ ته شي.
په عین حال کې د مطلب لیکوال وړاندې لیکي؛ انتخابات هغه وخت د ولسواکۍ سبب کیدای شي چې؛ د خلکو رایو ته په کې احترام وشي.
ورځپانه د مطلب په اخر کې لیکي چې؛ په انتخاباتو کې ګډون د ټولو افغانانو مسوولیت دی.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د نوروز په جشن کې د ولسمشر حامد کرزی د وینا ځینې برخې راخیستي.
د دې سرمقالې په یوه څنډه کې د ولسمشر حامد کرزي هغو خبرو ته اشاره شوې چې؛ ویلي یې دي، تروریزم او د سیمې د هېوادونو نه پرمختګ هغه ستونزې دي چې د سیمې هېوادونو ورسره لاس او ګریوان دي.
ورځپانې له ولسمشر کرزي څخه په نکل لیکي؛ دغه ستونزې بې له ګډې همکارۍ له منځه نه شي تلای.
د سرمقاله په پای کې راغلي، په کابل کې د دودیز جشن جوړولو ثابته کړه چې افغانستان هم دارنګه سیمه یېز جشنونه جوړولای شي.
انیس:
بلې دولتي ورځپاڼې انیس هم خپله سرمقاله په کابل کې د نوروز دودیز جشن ته ځانګړې کړې.
په سرمقالې کې راغلي، که چېرې د سیمې هېوادونه وغواړي چې په سیمه کې موجودې ستونزې له منځ یوسي نو دا ډول جشنونه په دې اړه یو ګډ فکر رامنځ ته کولای شي.
د لیکوال په باور په سیمه کې د پرتو هېوادونو د سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او بېلابیلو روابطو د پیاوړتیا یوه لار دا هم ده چې د سیمې هیوادونه د نوروز په شان د جشنونو په ګډه لمانځنې ته دوام ورکړي.