ستراتيژيک تړون که د امريکا دګټوخونديتوبونه ؟ !!!
افغانستان له پښو لوېدلی، وروسته پاتې، او جګړې وهلی هېواد چې له پوځي ځواک څخه بې برخې او تل د سيمه ايزو استثمارګرو او اتومي ځواکونو له ګواښ سره مخامخ وي. همدې سترو ځواکونو تل دا هڅه کړې تر څو د افغانستان ملي دولت له منځه يوسي او د هېوادونو له کتاره يې وباسي، نو دوی د ناکامو او شنډو پلانونو سره سره بيا هم ونه شوی کولای چې د افغانستان ملي دولت د هېوادونو له کتاره وباسي، او سربېره پر دې بيا هم افغانستان په آزاده او خپلواکه توګه د هېوادونو په کتار کې ولاړ هېواد دی. افغانستان تل د استثمارګرو ځواکونو له يرغل سره مخ وي، لکه څرنګه چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د امريکايي ښکېلاک د يرغل سره مخامخ شو، او دا استثمارګر تل دا ادعا کوي چې مونږ افغانستان کې بری موندلی، خو داسې نه ده ځکه چې دا به يو لوی شرم وي چې يو ستر نړيوال او اتومي ځواک د بې شمېره وسلو او وسيلو سره دا ومني چې د افغانستان جګړه زمونږ لويه تېروتنه وه.
کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې امريکا غوښتل په افغان خاوره بريد وکړي نو د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره يې له هر څه نه کار واخيست. بې شمېره پيسې، وسلې او وسيلې يې وکارولې او د سيميزو او نړيوالو هېوادونو سره د هر راز پوځي او اقتصادي مرستې تړونونه يې لاسليک کړل چې بلآخره امريکې د نړيوالو په مرسته په افغانستان باندې په ۷ د اکتوبر بريد وکړ. او د افغانستا ن د جګړې په لومړيو کلونو کې په افغانستان کې تر يو څه اندازې پورې سوکالي او امنيت راغی او افغانستان له زيات شمېر بهرنيو مرستو څخه برخمن شو، اقتصاد يې وده وکړه سياسي نظام يې په پښو ودرېد، او په هېواد کې يې يو زيات شمېر د بيا رغونو پروژو په کار پيل وکړ او د افغان وګړو لپاره يې کاري زمينه برابره کړه.
کله چې امريکې په ۲۰۰۳ ز کال کې په عراق باندې تېری وکړ خصوصاً دغه بريد د طالبانو د بيا راتګ او فعاليت لپاره يو ښه فرصت په لاس ورغی، او همدغه دې عراق جګړه د دې سبب شوه چې د طالبانو د بيا راتګ لاره پرانستل شوه ځکه چې امريکايان په دې وخت کې دوه ځايه مصروف شول، او کله چې په عراق کې جګړه ډېره سخته شوه نو افغانستان يې له پامه وغورځاوه چې د دې په پايله کې طالبان د کورني او بهرني ملاتړ سره بيا د يو قوي ځواک په څېر راڅرګند شول، او د امريکا پوځي شتون يې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ کړ.
د امريکې حکومت لومړۍ لاسته راوړنه په افغانستان کې دا وه چې د طالبانو حکومت يې له منځه يوړو او د القاعده مرکزونه يې د خاورو سره برابر کړل، او په کابل کې يې د خپلې خوښې غربي ډوله اداره او حکومت (ولسواکي نظام ) جوړ کړ، او يو زيات شمېر خاص ځواکونه يې په ټول افغانستان کې مېشت کړ او ټول افغانستان يې تر خپلې ولکې لاندې راوست او د دې سره يې وکولای شول چې په کابل کې يوه فاسده اداره جوړه کړې هغه داسې فاسده او ککړه اداره چې قومي، ژبني، ديني او نژادي اختلافاتو ته لمن ووهي او افغان وګري په خپلو منځونو کې په مختلفو تعصباتو اخته کړي تر څو افغان وګړي د جهل او ناپوهۍ تورې تيارې ته ورټل وهي، او افغانستان تل وروسته پاتې او د امريکا تر لاس لاندې هېواد کړي، نو ځکه يې د نظام واکمني خپلو لاس پوڅو بادارانو ته په لاس کې ورکړي، او د افغان رهبرانو د بې غورۍ، بې کفايتۍ او ناوړه چلند له امله په کابل کې يوه داسې فاسده او بې کفايته اداره په پښو ودرېده چې تل د بهرنيانو په مرستو ولاړه او تل دغه مرستو ته اړه وي.
دويمه پېروزي يې ډېره حساسه وه ځکه چې د طالبانو حکومت ټوله اساس نامه او بنسټ د ګاونډي هېواد له خوا حمايه کېدو اوګاونډي هېواد افغانستان د خپلې خاورې يو نوه څانګه (صوبه) شمېرله او ګاونډي حکومت به تل دا ادعا کوله چې افغانستان زمونږ پنځم ولايت دی. د ګاونډايانو فوځونو به چې هر کله غوښتل چې د افغانستان د سرحد نه دېخوا راواوړي نو اوښتل به پرته له کومې ستونزې نه او هر څه به يې چې افغانستان کې غوښتل هغه يې کولای شول.
واشينګټن چې القاعده يې اصلي دوښمن ؤ او د طالبانو حکومت القاعده ته پټن ځايونه ورکړي وو، او د پاکستان حکومت په ښکاره له طالبانوسره کمک او مرسته کوله، نو امريکې ونشوی کړی ترڅو په خپل فوځي ځواک سره د پاکستان کمک او مرسته له طالبانو سره ودروي يعنې امريکې نه غوښتل چې له پاکستان سره په جګړه کې ښکېل شي. نو بلآخره واشنګټن د پاکستان حکومت ته د قناعت وړ دلايل وړاندې کړل هغه دا چې امريکا او پاکستان د تاريخ په اوږدو کې دوه دوست هېوادونه دي، او امريکا د القاعده د ځپلو لپاره يواځې دې پاکستان له لارې په افغانستان کې کاميابي موندلای شي، او بل دا چې د واشنګټن سره د پاکستان د اتومي وسلو وېره ده، ځکه چې امريکې اندېښنه درلوده چې هسې نه د پاکستان اتومي وسلو ته القاعده او يا اورپکي لاس رسی پيدا کړي، او د نړۍ سوله له خطر سره مخامخ کړي چې بلآخره پاکستان خپل ټول ځمکني، سمندري، او هوايي امکانات دې امريکې په اختيار کې ورکړل.
درېيم امريکې ونشوای کولای تر څو د ښاغلي حامد کرزي په واسطه خپلو موخو ته ورسيږي، ځکه چې يواځې کرزی په دې لوبه پوهېده چې لوبه څه شی ده، يعنې د امريکې او ناټو اصلي او دايمي موخې په افغانستان کې څه شی دي؟ !!! غربي ښکېلاک تل کوښښ کولو چې د افغانستان ټولې سياسي، اقتصادي، او ټولنيزې چارې په خپل واک ( کنټرول) کې وساتي نو په دې طريقه سره به دوی خپلو موخو ته په خپله خوښه او په ډېره اسانۍ سره ورسيږي. خو کرزي ورته دې ټولو چارو واک په لاس ورنکړ او امريکې هغه څه چې غوښتل لاس ته يې را نشوی وړی. او امريکې د خپل ټول ماموريت په دوره کې کوښښ کاوه چې افغانستان کې د بيا رغونې او پراختيايي پروژې په ارامۍ سره تر سره کړي، تر څو په دې پلمه سره وکولای شي چې په افغانستان کې د ډېر وخت لپاره (دايمي) پاتې شي ځکه چې افغانستان دوی ته يو ډېر حساس او ستراتيژيک ارزښت لري.
دا چې افغانستان د جغرافيايي اوستراتيژيکي موقعيت له نظره د نړۍ له ډېرو مهمو او حساسو هېوادنوڅخه دی، او امريکا دې افغانستان له لارې کولای شي چې خپلې ګټې په منځنۍ اوختيځه آسيا کې په اسانۍ سره خوندي وساتي، نو امريکا په دې ټينګار کوي چې افغانستان کې تلپاتې او دايمي اډې ولري، ترڅو په آسيا لويه وچه کې د سيميزو او اتومي ګواښونو په وړاندې د امريکې د منابعو د خونديتوب په خاطر يو بلاک جوړ کړي. دا بلاک (دايمي اډې) به د امريکې شخصي ګټې د ايران، پاکستان، روسيې، چين او هند په مقابل کې خوندي وساتلی شي. او امريکا به وکولای شي تر څو خپلو سمندري اډو ته چې په مديترانې بحيره، سره بحيره، توره بحيره، او خليج فارس کې په ښه ډول تر نظارت لاندې ونيسي، کېدای شي د دوی له اوږد مهاله پلانونو سره به د افغانستان امينت خوندي اوامريکا به د ګاونډيو هېوادونو په مقابل کې د افغانستان د خاورې او خپلواکۍ ضمانت وکړي. او واشنګټن په دې ټينګار کوي چې دا موافقه د افغانستان او د سيمې د خونديتوب په خاطر ده، اود دې ترڅنګ په افغان حکومت فشار هم اچوي ترڅو زر تر زره امنيتي موافقه لاسليک کړي ترڅو واشنګټن وکولای شي چې پس له ۲۰۱۴ ز کال نه وروسته د خپلو ځواکونو د اېستلو او پاتې کېدلو لپاره منظم پلان جوړ کړي، او دوی په دې سره سره بيا هم ټينګار کوي چې که چېرې افغان حکومت امنيتي موافقه لاسليک نه کړي نو دوی به خپل ټول ځواکونه د ۲۰۱۴ ز کال تر پايه له افغانستان نه وباسي، چې په دې سره کېدای شي افغانستان د بهرنيو مرستو او نړيوالې ټولنې له ملاتړ څخه يو ځل بيا بې برخې شي. او همدارنګه د زياتو سيميزو هېوادونو ولسمشرانو هم کرزي ته ټينګار کاوه چې امنيتي موافقه لاسليک کړي ځکه دوی وېره لري داسې نه چې يوځل بيا اتياييمه لسيزه تکرار شي او نړيوالې ټولنې ته دې مداخلې اړتيا پيدا شي.