افغان پولي ته نيژدې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه كي نا معلومو وسله والو د يوې كورنۍ پنځه غړي ووژل.
ځايي خلګ وايي قومي مشر سردارملك زاهدالدين له خپلو دوو زامنو او دوو وروڼو سره كور ته په لاره كي د وسله والو تر بريد لاندي راغئ، چي په موټر كي ناست كسان پنځه سره يې ټول ووژل.
د بريد مسوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو سيمه ايز چارواكي وايي پلټني پيل سوي دي.