کندهار به په نژدې راتلونکي کي د هېواد په کچه د هر ډول الوتکو د ترميم مرکز وګرځي.
هغه غونډه چي د کندهار والي په دفتر کي جوړه سوې وه، پکي د کندهار والي تر څنګ د هوايي چلند د خپلواکي ادارې مرستيال، د کندهار هوايي ډګر امر، د سکاى لينک کاناډا او افغان جيټ هوايي شرکتونو مشرانو ګډون کړى و.
محمدشاه حبيبي د هوايي چلند خپلواکي ادارې مرستيال په غونډه کي وويل، دوى هڅي پيل کړي چي د هېواد په کچه په کندهار کي د ټولو الوتکو د ترميم لپاره يو ځانګړى ورکشاپ پرانيزي، چي پکي به ټولي الوتکي ترميم کېږي. هغه زياته کړه، د الوتکو د ترميم يوه ښه پروژه ده چي زياتي پانګوني ته هم اړتيا لري. ده وويل، د دغه ورکشاپ له پرانيستلو سره به نور دې ته اړتيا نه وي چي خپلي الوتکي په بهرنيو هېوادونو کي ترميم شي.
د افغان جيټ هوايي شرکت مشر سعيد سلمان سعادت د غونډي پر مهال وويل، دوى پلان لري چي د ولايتي ادارې په موافقه په کندهار کي د “افغان جيټ” په نوم نوى هوايي شرکت پرانيزي. ده زياته کړه: “موږ د اپريل پر لسمه نېټه رسماً په خپل کار پيل کوو. لومړي پروازونه به مو له مرکز يعنې کندهار څخه کابل ته وي، په اوونۍ کي به درې پروازونه ولرو. وروسته به هڅه وکړو چي ډېر ژر له کندهاره هرات او له کندهاره نوي ډيلي ته هم مستقيم پروازونه پيل کړو.” نوموړي زياته کړه، له دې سره به ٣٠٠ کسانو ته د کار زمينه هم برابره سي.
د کندهار هوايي ډګر امر احمدالله فيضي وويل، په هوايي ډګر کي د کارګو د يخچال د پراختيا پر پروژې به هم څو ورځي وروسته کار پيل سي. هغه زياته کړه: “په نژدې راتلونکي کي فلاى دوبى هوايي شرکت هم له کندهار څخه دوبۍ ته مستقيم پروازونه پيلوي.”
هغه د خبرو په دوام وويل، دوې مياشتي وروسته ترکيش هوايي شرکت هم له کندهار څخه د ترکيې مرکز استانبول ته پروازونه پيلوي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا دوى ته د ښه راغلاست تر څنګ ياد اقدام وستايه او له هغوى سره يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. ښاغلي ويسا زياته کړه، په کندهار کي د الوتکو د ترميم ورکشاپ يا مرکز جوړول د کندهار لپاره لويه لاسته راوړنه او بريا ده. نوموړي وويل، هيله ده چي په کندهار کي افغان جيټ هوايي شرکت خلکو ته لويي اسانتياوي او سهولتونه رامنځته کړي.