کور / تازه خبرونه / د پاکستان ولسمشر کابل ته ځي

د پاکستان ولسمشر کابل ته ځي

اسلام اباد : دپژواک د خبرله مخې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دغه هېواد ولسمشر ممنون حسين به د ولسمشر حامد کرزي په بلنه د نوروز په مېله کې د ګډون په موخه نن افغانستان ته سفر وکړي.د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پاکستان له ولسمشر سره په دغه سفر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير پروېز رشيد او نور لوړپوړي پاکستاني چارواکي ملتيا کوي.سرچينه وايي، امکان شته چې د پاکستان ولسمشر د نوروز په مېله کې پر ګډون سربېره له افغان چارواکو سره پر دوه اړخېزو مسايلو، سيمه ييزې ناامنۍ، پر سوله او ثبات خبرې وکړي.د يادونې ده،د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د دغه هېواد د ولسمشر په توګه افغانستان ته لومړى رسمي سفر کوي ديادونې وړده چې د پاکستان دولتي اژانس اى پي پي هم دغه خبر خپورکړې دى