کور / تازه خبرونه / پاکستان له خپلو طالبانوسره مخامخ خبرې پيل کړې

پاکستان له خپلو طالبانوسره مخامخ خبرې پيل کړې

ميرانشاه: د پاکستان ددولت او طالبانو ترمنځ په پاکستان کې د اوږدمهاله نښتو او تاوتریخوالو د ختمولو په موخه د لومړي ځل لپاره نیغ په نیغه خبرې اترې ترسره شوې.پاکستاني سرچینو خبر له مخې چې د پاکستان ددولت استازندویه ټیم او طالبانو د مشرانو له خوا تر اوسه پورې، ددواړو لوریو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د نیغ په نیغه خبرو اترو په اړه رسمي څه نه دي ويل شوي خوددواړو لوریو مرکچیانو ته نږدې سرچینو ویلي چې دولت او طالبانو د زندانیانو د تبادلې او د طالبانو له خوا د یوې میاشتني اوربند د اوږدېدو په اړه خبرې شوې دي.د پاکستان رسمي سرچینو هم څرگنده کړې ده چې د پاکستان ددولت استازندویه مرکچي ټيم د شمالي وزیرستان قبایلي سیمې ته او له هغه ځایه د طالبانو د سیاسي شورا له غړیو سره د غونډې په موخه نامعلومې سیمې ته تللی، ټاکل شوې د چهارشنبې په شپه، یعنې بیګا او د پنج شنبې په ورځ به له طالبانو سره سره نیغ په نیغه خبرې اترې وکړي له له بله خوا دپاکستان دطالبانووياند شاهدالله شاهد رسنيو سره په خبروکې څرگنده کړې چې له حکومتي پلاوي سره خبرې ښه چاپيريال کې ترسره شوې دناپوځي بنديانوخلاصون او داوربند پراختيا ومنل شوه اودطالبانو له حکومته وغوښتل دپوځ اوونيزو گزمو ته دپاى ټکي کيږدي چې طالبان په ازاد ډول وگرځي.