یو ځانمرګى چې غوښتل یې د مهترلام ښار دننه ځانمرګی برید تر سره کړي د ملي امنیت د منسوبینو له لوري ونیول شو.
خالد د سیداګل ځوی چې ۱۶ کاله عمر لري او د لغمان د مرکز اړوند د نالاوئ د سیمې اوسیدونکی دی، غوښتل یې چې د ښار دننه یو له دولتي تاسیساتو په نښه او برید پرې وکړي چې نن د لغمان د ملي امنیت د منسوبینو له لوري تر برید وړاندې د ابوزئیو په سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ ونیول شو.
چارواکي وايي چي ياد کس د وسله والو سره تړاو لري او د هغوى له خوا دې کار ته ګمارل سوى دئ.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.