په ژړۍ اولسوالۍ کي د ماين چاودني د يوه ملکي کس غبرګي پښې غوڅي کړې
نن غرمه نژدې ١١:٠٠ بجې د ژړۍ ولسوالۍ د اشوغې په سيمه کي پر يوه ملکي کس د ماين چاودنه سوې ده.
د يادي چاودني په پايله کي يوه کروندګر د تورجان په نوم غبرګي پښې غوڅي کړي دي.
ياد کس دا مهال د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته د درملني په موخه انتقال سوى دى.