کور / تازه خبرونه / نوازشريف: جنرال مشرف توطيې جوړوي

نوازشريف: جنرال مشرف توطيې جوړوي


د پاكستان د مسلم ليګ نون مشر نوازشريف وايي جنرال مشرف د جمهوري حكومت پرضد په توطيو بوخت دئ. چي پر جيو نيوز تلوېزون بنديز يې يوه كړۍ ده.
ښاغلي شريف وويل ولس پر حكومت حق لري چي د مطبوعاتو له لاري حقايق ورته روښانه سي، خو مشرف د ولس پر جمهوري حقونو باندي سترګي پټوي.
نواز شريف وايي په پاكستان كي د جيو نيوز پر تلوېزوني خپرونو بنديز دا په زبات رسوي، چي جنرال مشرف جمهوري غوښتنو ته پام نه كوي او اوس هم د مارشالا خيالونه ورسره دي.
ښاغلي شريف وويل د قاضيانو او عدالت په فعالېدو به د ميډيا د آزادۍ تضمين وسي او سياسي ګوندونه د جمهوريت پر ضد د توطيو مخنيوى مخنيوى غواړي.