اسلام اباد: دبي بي سي دخبرله مخې د پاکستاني طالبانو او حکومت مرکچيان د طالبانو له شورا سره د مخامخ خبرو لپاره شمالي وزيرستان ته رسېدلې دي.د پاکستان د حکومتي راډيو د خبر له مخې د دواړو کمېټو د غړو کاروان د شمالي وزیرستان شوال سيمې ته رسېدلې دی.تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو د کمېټې د مشر مولانا سميع الحق يوه مرستيال احمد شاه ويلي، چې د کمېټو يو شمېر غړي له اسلام اباد او يو شمېر نور يې له پېښور نه قبايلي سيمو ته روان شوي دي.احمد شاه ويلي و، چې په دواړو کاروانونو کې د کمېټو ټول غړي شامل دي او دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو د کمېټې مشر مولانا سميع الحق پخپله د طالبانو له شورا سره د خبرو لپاره ورځي.تېره ورځ د جماعت اسلامي مشر پروفيسور ابراهيم ویلي و، چې له حکومت سره په خبرو کې قاري شکيل، اعظم طارق، مولوي ذاکر او مولوي بشير د طالبانو استازيتوب کوي.د طالبانو د کمېټې غړي پروفيسور ابراهيم وويل، چې حکومتي کمېټې سه شنبه ونه شو کړای د خرابې هوا له امله قبايلي سيمې ته ولاړه شي.احمد شاه وويل د دغه پړاو خبرو کې به دوی د طالبانو له شورا پرته د طالبانو له نورو مشرانو سره هم غیر رسمي ليده کاته وکړي.د طالبانو د کمېټې سرچينو دا خبره نه رد او نه هم تاييد کړه په حکومتی پلاوى کې حبیب الله خټک،ارباب عارف،فواد حسن فواد، متقاعد میجر عامر اورستم شاه مومند شتون لري
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه