نن غرمه ۱۱ بجې د کنړ ولایت مرکز اسعدآباد اړوند د نوي کابل بانک په نامه ودانۍ باندې ډله ايز بريدونه وشول.
طالبانو د بريد د مسئوليت منلو تر څنګ ويلي دي چې د بريد هدف يې هغه امنيتي سرتېري وه چي دلته د معاش اخستلو دپاره ولاړ وو.
د طالب وياند په وينا لومړی دوه ځانمرګي په دروازه کي ځانونه چوولي دي او دوه نور وسله وال ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځايه يې تر وژل کېدو پوري جګړه وکړه.
چارواکي وايي ۴ پوليس ۴ بريدګر او يو ولسي وګړی وژل سويدي او تر ۱۶ پوري کسان زخميان سويدي خو طالبان دغه شمېرې ډيري لوړي يادوي.