اسلام اباد: دمشال راډيو د خبر له مخې پاکستان د افغان چارواکو هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې د دې هیواد استخباراتي ادارو په هغه برید کې لاس درلودی چې په نتیجه کې یې د کابل په سیرینا هوټل کې د نوي کال په شپه نهه کسان ووژل شول. د پاکستان د بهرنیو چارو دوزارت ویاندې تسنیم اسلم په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل دا ډېره د خپګان خبره ده چې د داسې ترهګرو بریدونو وروسته په سمدستې ډول پاکستان په لاس لرلو تورنیږي . نوموړې ویلي دوی دا ادعاوې په کله ردوي او لا د وړاندې یې د کابل پر سرینا هوټل برید غندلی دی . د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت د شورا له اعلاميې وروسته د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې پر سرینا هوټل د نوي کال په شپه برید کې/ د پاکستان استخباراتي ادارې په لاس لرلو تورنې کړې دي . د ملي امنیت د ریاست په اعلامیه کې د سرینا هوټل دننه د یو پاکستاني سفارتکار لخوا څو ورځې وړاندې/ تصویرونو ایستلو ته په اشاره سره وییل شوي دغه مشکوک عمل ددې برید سره تړاؤ لري.