پېښور:د پیښور پولیس وايي د صحت د محکمې د تښتول شوې یوې ښځينه کارکوونکې مړی موندلی چې په ګولو ویشتل شوې او په پټو کې غورځول شوې وه. ۳۲ کلنه سلما غني د خپل کور مخ ته پنځو نامعلومه وسله والو تښتولې وه. د پیښور د پولیسو یو ځايي چارواکي رحیم شاه اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي دا لا څرگنده نه ده چې دا ښځه د پولیو خلاف کمپاین کې د برخه اخیستلو په نتیجه کې وژل شوې او که څنګه؟