کور / تازه خبرونه / په لوګر کي ٩٢م کال د خبريالانو له پاره څنګه وو

په لوګر کي ٩٢م کال د خبريالانو له پاره څنګه وو

۹۲ کال دلوګر د خبریالانو پروړاندي د تاوتریخوالي ډک کال وو
په هغه غونډه کې چې نن سهار دلوګر په مرکز پل علم کې جوړه شوي وه دلوګر د سیمه ایزو رسنیو د مشرانو په ګډون دلسګونو رسنیو استازو ګډون کړي وه
دلوګر د ژورنالیستان خپلواکې ټولني مرستیال مشر خان ولي احمدزي لمړي په سیرینا هوټل کې دافغان خبریال سردار محمد دهغه میرمني اودوه ماشومانو وژنه په کلکو ټکو وغندله، ښاغلي احمدزي وویل تیر ۹۲ کال په لوګر کې هم د خبریالانو پروړاندي ۶ پیښي صفت شوي چې د۹۱کال د پيښو په پرتله دوه برابره زیاتي شوي دي په دغو پيښو کې دري خبریالانو ځانګړو امریکايي ځواکونو وهلي او ډبولي یو خبریال دوالي ساتونکو یو د ملي امنیت کارکونکواوبل وسله والو طالبانو دیوي ورځی لپاره تښتولي وه.”
ده څرګنده کړه په ټوله کې نا امني، جګړه، د دولتي چارواکو ځواب نه ورکول او د خشونت کوونکو نه مجازات کول د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرېدو لاملونه دي
راټول شوي خبریالان اندیښنه ښیي، که چیرې وضع همداسې دوام وکړي، نو دوی به ونه شي کولای، چې د افغانستان د ۹۳ کال له ټاکنو څخه بشپړ معلومات له خلکو سره شریک کړي.:
نورالله ستانګزي دلوګر د زینت راډيو مسول مدیر، ډېره پړه پرحکومت اچوي ځکه دوی خبریالانو ته ځواب نه وایي، دوی له طالبانو، حقاني شبکې او نورو ډلو زیات ملامت دي او هېڅ ارزښت خبریالانو ته نه ورکوي.

سمیع الله پيوند دشمشاد خبریال. له بده برغه په ډیرو مواردو کې د بیان او رسنیو د ازادۍ برخلاف عمل ګورو، خبریالان وژل شوي او وهل ټکول کیږي، معلومات نه ورکول کیږي.

کوم خبریالان چې وژل شوي قاتلین یې ونه نیول شول، دوسیې یې سمې ونه څیړل شوې همدا ټول تاوتریخوالی دی

.
د خبریالانو ورستي پریکړه داوه چې که چیري ښکیلي خواوي د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته پآم ونکړي هیڅ ډول خبرونه به هم نه خپروي.