ویسا: په جنګ سره وسله وال مخالفین نه سي ختمېدای
د کابل چاپ ورځپاڼو نن هم په کابل سرینا هوټل کې د وروستي برید په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې له ولسمشره د مدني ټولنې د ځینو فعالانو غوښتنه څیړلې، چې طالبانو ته دې بیا د وروڼو خطاب نه کوي بلکې دښمن دې وبولي.
په سرمقالې کې راغلي ایا یوازې طالبانو ته د دښمن په ویلو ستونزه حلیږي.
سرنوشت لیکلي، د سرینا برید پرته له شکه د بهرنیو استخباراتي کړیو کار دی او له څو تنو طالبانو په کې ګټه اخیستل شوې ده.
ویسا ورځپاڼې هم په دې په همدې مسالې خپله سرمقاله لیکلي.
ورځپاڼې لیکلي په هېواد کې د روانې وحشتونو په اړه دوه نظره دي.
په سرمقالې کې راغلي ځیني کسان له دغسې بریدونو څخه د طالبانو پر خلاف د توند غبرګون غوښتنه کوي او ولسمشر په دې پړ بولي چې طالبانو ته ولې د وروڼو خطاب کوي.
بله ډله هغه کسان دي چې دارنګه پيښې غندي، خو په عین حال کې په دې باور دي چې تر څو له طالبانو سره د سولې خبرې ونه شي له دې غمیزو خلاصون نشته.
د ویسا د سرمقالې د لیکوال په باور د تیرو دیارلسو کلنو جګړې ثابته کړه چې په جګړې سره وسلوال مخالفین نه شي ختمیدای.
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي د افغانستان د ملي امنیت شورا په داسې حال کې په سرینا هوټل حمله د طالبانو کار نه بولي چې دې ډلې یې خپله مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
ملي ارمان لیکلي که دا کار د بهرنیو استخباراتو وي، خو بیا هم پوښتنه مطرح کیږي چې ولې یې مخنیوی ونشو.
ورځپاڼې لیکلي په هرصورت کې په دې پیښه کې د افغانستان د کشفي ارګانونو د ضعف مساله څرګنده وه.
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې ګاونډیان دې هم د افغان دولت په څیرله روغ نیته کار واخلي.
ورځپاڼې په پاکستان ټینګار کړی چې هلته میشت افغان طالبان دې دې ته اړ کړي چې د افغانستان له دولت سره خبرې وکړي.
په سرمقالې کې دولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې راخیستل شوي چې ویلي یې دي، نن دی که سبا دی افغانستان ته به سراسري سوله راځي.