صوابۍ :د ګندف په کيمپ کې په زرو افغان مهاجرو کورنيو مرستې وويشل شوې. د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا د ګندف په کيمپ کې پر افغانی مهاجرينو زر (١٠٠٠) کارتنه خوراکي مواد د دوشنبې په ورځ چې د مارچ د مياشتې د ٢٤مې نېټې سره سمون خوري وويشل شول. دغه مرستې چې هره برخه يې له شپږويشت (٢٦) کيلو خوراکي موادو جوړه شوې عبارت ده له: لس کيلو وريجې، پنځه کيلو لوبيا، پنځه کيلو غوړي، پنځه کيلو چيني، يو کيلو شين چای په زرو افغاني مهاجرو اړينو کورنيو وويشل شوې. د مرستو د ويشلو پر مهال افغان مهاجرينو د سعودي مرستندويه کمېټې مننه وکړه او د لا زياتو مرستو هيله يې څرګنده کړه. د مرستندويه کمېټې ښاغلي مسئول د ويشلو پر مهال په خپله وينا کې افغان مهاجرينو ته د لا نورو مرستو ډاډ ورکړ او دا يې د هغه مرستو لړۍ وبلله چې د سعودي مسلمان ولس لخوا خپلو افغاني مهاجرينو وروڼو سره کيږي.