د نړۍ د ۵۳ هيوادونو مشران په هالنډ کي راټول سويدي چي د اټومي وسلو پر خونديتوب خبري وکړي.
د اټومي هيوادونو مشران نن او سبا د اټومي وسلو ټروريزم د مخنيوي په اړه خبري کوي.
روسيې او ايران ته په دې غونډه کي بلنه ورکول سوې وه خو ولسمشران يي نه دي راغلي..
هالنډ په لومړي ځل د نړۍ د ۵۳ هيوادونو يا nuclear top کوربه توب کوي.

ددغي دوې ورځنۍ غونډي د امنيت د پاره ۱۰۰۰۰ پوليس، ۸۰۰۰ پوځيان ، ناڅرګند شمېر پټ پوليس ،تر سلو زيات روزل سوي امنيتي سپي، زغره وال ټانکونه ، ۲دانې ايف ١٦ ډوله جنګي الوتکي او ناڅرګند شمېر د اوباما ځانګړي امنيتي کسان فعاليت کوي.
ددغه دوه ورځني سفر پر مهال د اوباما مرمۍ ضد موټرونه، امبولانس او هيليکپټر دده تر راتګ مخکي امستردام ته راوړل سوي وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه