تر نيمه پېړۍ يې زيات وخت د افغانستان او پښتو ژبي لپاره نه ستړي کيدونکي خدمتونه کړي دي.
د هيواد په کچه تر ټولو لوى اکاډميک چاپيريال ( کابل پوهنتون) کي يې په لسهاوو محصلين وروزل.
پر مورنۍ ژبه سربيره په دري، انګليسي او جرمني ژبو پوهيږي.
اورېدلي مي دي، چي د باندني او کورني استادانو په منځ کي به د يوې سختي پوښتني د ځواب لپاره د ګوتو په شمېر کسانو ګوتي پورته کړې، چي په دې ډله کي به يو هم دروند ژبپوه او ټبر پوه استاد ډاکټرعبدالرازق پالوال و.
استاد پالوال په هغه وخت کي د کابل پوهنتون د استادانو په ليکه کي خپل ځان ته يو ځانګړى مقام درلود.
دروند استاد پالوال نه يوازي د محصلينو بلکي د استادانو په منځ کي هم ډېر محبوبيت او درنښت درلود او لري يې.
د نوموړي استاد يوتن محصلين څو کلونه وړاندي د يوې مرکې په ترڅ کي راته ويلي و( کوم وخت، چي استاد ډاکټر پالوال کابل پوهنتون پرېښود او د نورو افغانانو په ډول يې د هجرت لار غوره وګڼل، نو بيا هيڅکله د دروند استاد په ډول بل داسي لايق استاد ټولګي ته رانغى، چي په انټروپولوژي مو پوه کړي. )
استاد پر کورني اکاډميک ماحول سربيره په جرمني، امريکا او نورو اروپايي اکاډميکو مرکزونو کي هم اشنا څېره ده.
د دومره پوهنيزي لوړتيا سره سره خداى ورته ډېره خاکساري ورکړې، د هرچا پوښتني ته په ورين تندي ځواب وايي، ساده کندهاري کالي اغوندي او لنګوټه تړي.
له تيرو لسو کالو راهيسي د خپل کشر ورور ( عبدالقادر پالوال) په کور کي يوازي ژوند کوي، خواړه خپله ځان ته چمتو کوي او د ژوند نوري چاري هم په لوړ همت او لوى زغم يوازي مخته وړي.
په سپينه ږيره په هره علمي غونډه کي تر پاه ګډون کوي او په هره علمي ناسته کي يې ځوانان د وخت ارزښت ته متوجه کړي او ټينګار يې دادى،( نوره نړۍ ځکه پرمختللې ده، چي وخت يې په درنه سترګه کتلي دي او کار يې کړى دى. )
د تاندي ځوانۍ له وخته د هيواد تاريخي ورځپاڼي طلوع افغان ته پر سياسي ، ادبي او روانو چارو ليکني کوي.
نن سهار ځوان شاعر او ليکوال عبدالقيوم مينه وال خبر کړم، چي ډاکټر عبدالرازق پالوال په دې وروستيو کي ناروغ سوى دى.
اوس د کندهار په ميرويس روغتون کي تر درملنه لاندي دى.
نو، د کندهار چارواکي، چي تل يې فرهنګي چوپړ ته سينه ټکولې، ورته په کار ده، چي ياده پوهنيزه څېره د ښې درملني په موخه يوداسي هيواد ته وليږي، چي هلته يې په سم ډول درملنه وسي.
تيره شپه مي د يو هندي ليکوال )خوشوانت سينګ)، چي په دې وروستيو کي يې د عمر د زياتوالي له امله له ژوند سره مخه ښه کړې ، د ژوند ليک لوستلو پرمهال د دولت ورسره سوي همکارۍ لوستلې، نو بېله ځنډه مي وويل، (په هند کي بايد داسي تکړه ليکوالان، شاعران، سندرغاړي او د موسيقۍ استادان په خپل ډګر کي بريالي وي، چي د هندوستان بشپړ دولت يې په رښتيا سره تر شا ولاړ وي. ) ليکن له بده مرغه زموږ د اکثرو قلموالو او د ادب د ډګر اتلانو د ژوند ډېره برخه تر سختو اقتصادي شرايطو لاندې تېره کړې خو دخوښۍ خبره بيا داده، چي داسي ترخو حالاتو کي يې لاهم د قلم او کتاب ملګرتوب نه دى هېر کړى او د پياوړي ملي احساس له مخي يې ولس راويښولو ته زياتي شپې رڼې کړي دي.
موږ افغانانو ته هم په کار ده، چي د نورو پرمختللو هيوادو غوندي د خپلو ريښتني مشرانو( په هرډګر کي، چي وي) بايد د دوى په ژوند کي يې وپالو.
يوازي [خداى مه کړه ]له مرګ وروسته يې غونډي او مقالې جوړول چنداني ګټه نه لري.
زموږ چارواکو ته په کا رده، چي د وتلي ژبپوه او ټبر پوه ډاکټر عبدالرازق پالوال روغتيا ته سر له همدې ګړيه پاملرنه زياته کړي، کنې بيا وروسته ارمانونه او د خواشينۍ پيغامونه خپرول تشريفاتي کارونه دي.
په همدې اړه يوشاعرڅه ښه ويلي دي: ( په ژوندون، چي دي زما ونه کړو قدر- پسله مرګه مي بيا مه ژاړه په قبر)
د دروند استاد مشر پالوال د ښې روغتيا په هيله د چارواکو پاملرنه غواړو، ځکه د چارواکو لاسونه د عادي خلګو په پرتله ډېراوږده او په دې اړه يې ريښتني هڅي ښه نتجه ورکولاى سي.