ښايي پر سرینا هوټل د حملې په اړه ډېري پوښتني بې ځوابه پاتي سي”
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼود نورو مطالبو ترڅنګ د امنیتي او دفاعي سند د لاسلیک کولو لپاره د امریکا د کانګرس اوسنا د ګډ پلاوي پرټینګار او د خبریالانو ژوند ته د جدي پام په هکله د رسنیو د ملاتړو ادارو د دریځونو په هلکه لیکنې خپرې کړي.
محور:
محورغیردولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې؛ د امریکا د کانګرس او سنا ګډ پلاوي له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي تړون د ژر لاسلیک کولوغوښتنه کړې.
په دې اړه لیکه کې راغلي چې؛ دې پلاوي له ولسمشر کرزي سره هم لیدلي او د امنیتي تړون د لاسلیک کولو ترڅنګ یې له بګرام زندان څخه د بندیانو پر خوشې کیدو هم خبرې کړي.
محور په یوه بل مطلب کې د نی یا په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړې ادارې هغه غوښتنې هم خپره کړې؛ چې وایي، د افغان خبریال سردار احمد د وژنې په غبرګون کې دې افغاني رسنۍ د دوو اونیو لپاره د طالبانو په تړاو هیڅ ډول خبرنه خپروي.
سرنوشت:
سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر کرزي هغه خبره را اخیستې؛ چې وایي، پرسرینا هوټل حمله د پردیو د اهدافو لپاره شوې.
په دې اړه لیکنه کې د جمهور رییس کرزي له قوله راغلي چې؛ پرسرینا هوټل حمله د پردیو ناکامې هڅې دي چې؛ غواړي افغانستان بې ثباته او محتاج پاتې شي.
دې ورځپاڼې د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې په حواله په یوه بل مطلب کې لیکلي چې؛ ښکیل اړخونه باید د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.
سرنوشت خپله سرمقاله هم پر کابل سرینا هوټل د حملې موضوع ته ځانګړې کړې او ویلي یې دي چې، د دې حملې په هکله ډیرې بې ځوابه پوښتنې شته او ښایي چې هیڅکله هم ځواب نشي.
ویسا:
ویسا غیردولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي له قوله لیکلي چې؛ پرسرینا هوټل حمله د نړېوالو استخباراتو کار و.
په دې هکله د ویسا په مطلب کې راغلي چې؛ دغه حمله د لبناني رسټورانټ برید ته ورته وه چې؛ یوه افغان چارواکي د امریکا کار بللی و.
په مطلب کې راغلي چې، د لبناني رسټورانټ حمله، د سویډني ژورنالیست وژنه او پرسرینا هوټل برید ټول ښیي چې؛ دا د طالبانو نه بلکې د لویو استخباراتي ادارو کارونه دي چې؛ د ځانګړو اهدافو لپاره ترسره کیږي.
ویسا په یوه بله لیکنه کې د یوه عیني شاهد له قوله پر سرینا هوټل د حملې کیسه او د آزادو رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی هغه غوښتنه هم خپره کړې چې؛ وايی افغانۍ رسنې دې د دوو اونیو لپاره د طالبانو خبرونه نه خپروي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې له ولسمشرکرزي سره د امریکا د کانګرس او سنا د ګډ پلاوي د خبرو آترو په اړه لیکنه خپره کړې.
هېواد لیکلي چې، د امریکا د کانګرس او سنا ګډ پلاوي له ښاغلي کرزي نه غوښتې چې امنیتي او دفاعي سند ژر لاسلیک کړي او له بګرام زندان څخه دې د بندیانو د خوشې کولو پر مسالې له سره غور وکړي.
هېواد لیکلي چې، ولسمشر کرزي په دې هکله د افغان حکومت پرپخواني دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، د سولې پروسې عملي پیلیدل او د بهرنیانو له خوا د افغانانو د کورونو نه تلاشي کول په دې برخه کې د افغانستان مهم شرایط دي.
ملي ارمان:
ملي آرمان غیردولتي ورځپاڼې هم له آزادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې د دې غوښتنې په اړه چې افغانې رسنۍ دې دوه اونۍ د طالبانو مربوط خبرونه نه خپروي په هکله مطلب خپور کړی.
دې ورځپاڼې پردې سربیره په یوه بل مطلب کې د افغان څیړونکو له قوله لیکلي چې؛ د هغو ماشومانو روح چې په سرینا کې ووژل شول؛ هغه وخت به ښاد شي چې ولسمشر کرزی د تروریستانو د اعدام حکم صادر کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه