“د یونس قانوني په اړه پریکړه له مشورو وروسته سوې”
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د نورو مطالبو ترڅنګ د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال په توګه د محمد یونس قانوني د غوره کولو او د انتخاباتو په درشل کې د ناامنیو له امله د ملګرو ملتونو د سازمان د اندیښنو په اړه لیکنې خپرې کړي.
ویسا:
ویسا غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې محمد یونس قانوني د جمهور رییس کرزي د لومړي مرستیال په توګه غوره او ډير ژر به ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.
د دې ورځپاڼې په لیکنه دا پریکړه د ښاغلي کرزي او یو شمېر پخوانیو جهادي او سیاسي څیرو له سلا مشورو وروسته شوې.
په دې اړه مطلب کې د ولسي جرګې د یو شمېرغړو له قوله ویل شوي، چې محمد یونس قانوني په تیره دوره کې د ولسي جرګې رییس او په اوسنۍ دوره کې یې غړی او وبه کولای شي چې له دې جرګې نه د باور رایه ترلاسه کړي.
ویسا په یوه بل مطلب کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې د استازي هغه خبره را اخیستې چې وایي، د افغانستان وضع ورځ تر بلې خبرابیږي خو ملګرو ملتونو د دې هېواد امنیتي ستونزې له پامه غورځولي دي.
محور:
محور غیر دولتي ورځپاڼې په یوه لیکنه کې د انتخاباتو په درشل کې د تاوتریخوالي د ډیریدو له امله د ملګرو ملتونو د سازمان اندیښنه را اخیستې.
په دې اړه لیکنه کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان د ځانګړي استازي یان کوبیش له قوله ویل شوي، چې په دې هېواد کې نا امنۍ ډیرې شوي او پر انتخاباتو به هم ډیره اغیزه پرې باسي.
په دې اړه مطلب کې د یان کوبیش له قوله ویل شوي، چې له مخکې نه د انتخاباتو لپاره تیاری ښه روان دی، خو د طالبانو حملو او فعالیتونو ته په پام دوی سخت اندیښمن دي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د جمهور رییس کرزي د لومړي مرستیال په توګه له محمد یونس قانوني څخه د یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او سیاسي څیرو د ملاتړ په اړه لیکنه خپره کړې.
دې ورځپاڼې د ټولو هغو مشرانو او حکومتي چارواکو نومونه هم خپاره کړي، چې د ښاغلي قانوني د غوره کولو په غونډه کې یې په ارګ ماڼۍ کې برخه اخیستې وه.
انیس هم د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه بحث ته په اشاره لیکلي، چې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د انتخاباتو په هکله هم په کې بحث شوی.
دې ورځپاڼې لیکلي، چې یان کوبیش په دې غونډه کې ویلي چې د افغانستان انتخابات په روان میلادي کال کې تر ټولو لویه مساله ده او اندیښنه څرګنده کړې چې وسله والو طالبانو د دې انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی.
ملي ارمان:
ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال په توګه د محمد یونس قانوني د غوره کولو خبر خپور کړی.
په دې اړه لیکنه کې راغلي، چې له ښاغلي قانوني نه ټولو پخوانیو جهادي مشرانو او سیاسي څیرو چې په دې اړه غونډه کې یې ګډون کړی وو، ملاتړ کړی.
ملي ارمان په یوه تحلیلي مطلب کې د افغانستان انتخابات ډیر مهم بللي او ویلي یي دي، چې د دې انتخاباتو ترسره کیدل او په کې د خلکو پراخ ګډون د ډموکراسۍ د پیاوړتیا پر لور مهم ګام دی.
په دې اړه لیکنه کې د افغانستان له ټولو خلکو نه غوښتل شوي، چې انتخابات جدي ونیسي او د خپلې خوښې کاندید ته په رایه ورکولو په کې پراخ ګډون وکړي.