کور / تازه خبرونه / بلوچستان کې دترافيکې پېښې له امله ۲۸ کسان وژل شوي

بلوچستان کې دترافيکې پېښې له امله ۲۸ کسان وژل شوي

کوټه : دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د مساپرو د دوو بسونو او د تیلو د دوو ټانکرو ترمنځ د ټکر له امله ۲۸ کسان وژل شوي دي. دغه پېښه له کراچۍ سره نژدې د بلوچستان د حب ولسوالۍ په ګډاني سيمه کې شوې او جسدونه سخت سوځېدلي دي. تر دې وړاندې ځايي چارواکو ته ويلي، چې د تيلي ټانکرو او بسونو د ۲۱ سپرليو جسدونه يې له دغو موټرو راوېستلي دي. دوی ويلي، ۲۱ جسدونه او دوه ټپيان يې کراچۍ ته لېږدولي دي.چارواکي وايي يو بس له ټانکر سره وجګېد او ورپسې بس موټر له يوه بل ټانکر سره وجنګېد، خو د دويمې پېښې لامل هم لومړۍ پېښه بلل شوې ده. ويل کېږي، د ټکر پر مهال د بسونو د تيلو ټانکۍ چاودلي، موټرو اور اخيستی دی او خلک يې سوځولي دي.راپورونه د عيني شاهدانو له قوله وايي، سره له دې چې اور ژر کابو شو، خو له دې امله چې خلک له موټرو را و نه وتل، نو وسوځېدل.د حب او ګډاني پوليس او امنيتي ځواکونه سيمې ته تللي، خو په دغه سيمه کې مخابراتي شبکې نه شته او له همدې امله تر اوسه اړيکه نه ده ورسره نيول شوې.ټکر شوي بسونه له کوټې او تربت نه د کراچۍ پرلوري روان وو او ډېر ځاني زيان هم د هغه بس سپرليو ته اووښتی، چې له تربت نه کراچۍ ته روان و.