د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين په ولايتي دفتر کې لسګونو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ څرګند کړ. د غونډې په پرانيستې وينا کې د ولايتي شورا غړي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين ولايتي مشر نصرت الله ارسلا ګډونوالو ته د ډاکټر غني په کړنلار اود هغه د حکومت په لومړيتوبونو خبرې وکړې.
هغه وويل، په دې سربېره چې ډاکټر اشرف غني به د خپلې کاري دورې په پيل کې د قانون حاکميت، عدالت او په ټوله کې يو ستر هر اړخيز بدلون لپاره کار کوي، هغه به دوه ميلونه ځوانانو ته په بيلابيلو اقتصادي او پراختيايي پروژو کې د کار زمينه برابره کړي.
د علماو په استازۍ مولوی محمد هاشم وويل، د انتخاباتو له لارې په ډېرو خلکو کې د عالم، پرهيزګار او اسلامي او ملي ارزښتونو ته د ژمن شخص غوره کول او په مشرئ نيول هغه اصل دی، چې په اسلامي ټولنه کې پخوانئ ريښې لري.
نوموړي وويل، ډاکټر اشرف غني احمدزی په ولاړو کسانو کې د علميت، نړيوال سياست او د دې هېواد د هر اړخيزې رغونې د فکر لرلو په ډلبندئ کې تر ټولو څرګند او غوره دی. هغه خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون کولو او د ډاکټر اشرف غني د ملاتړ کولو پېغام ورکړ. د غونډې دوو نورو ګډونوالو ملک ګل خالق شينواري او ملا فاروق اوسنيو بدمرغيو نه د وتلو يواځينۍ لار په ټاکنو کې د خلکو د پراخه ګډون کول په ګوته کړل. قومي مشر ګل خالق شينواري وويل، که ولسونه او ټول افغانان په ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوي ګډون وکړي، کولای شي د خپلو راتلوونکو نسلونو لپاره د يو ازاد، اباد او پرمختللي افغانستان خاوندان شي. په غونډه کې د ځوانانو په نمايندګۍ هم خبرې وشوې، چې په ټاکنو کې د ولسي خلکو د ګډون کولو او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ کولو په اړه پکې ګټور پېغامونه وړاندې شول
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه