کور / تازه خبرونه / د کندهار والي پرونی بريد وغانده

د کندهار والي پرونی بريد وغانده

د کندهار والي پرونى بمي بريد چي د خلکو د خوښۍ او مېلې مراسم يې په غم بدل کړل په سختو ټکو وغانده.
د کندهار والي ډاکټر توریالي ویسا هغه برید چي په خاکرېز ولسوالۍ کي یې د کال په لومړۍ ورځ د خلکو د خوښۍ او مېلې مراسم په غم بدل کړل په سختو ټکو وغانده .
دغه پېښه چي د خاکرېز ولسوالۍ د شاه اغا په زيارت کي رامنځته سوه پکي يو تن ساتونکی شهيد سوی او اووه تنه نور ټپيان سول.
د کندهار والي په پېښه کي وژل سوي ساتونکي ته د فردوس جنت او ټپيانو ته چي پکي د کندهار ولايت مقام د دفتر رئيس ډاکټر پروېز نجيب، د کندهار ښاروالۍ مرستيال، دوه تنه ساتونکي، د خاکرېزولسوالۍ امنيه قوماندان، د هغه مرستيال او دوو تنو عامو مېله والو ته د الله ج له درباره د عاجلې شفاه غوښتنه وکړه.