کور / تازه خبرونه / د ١٦ ماينونو د کشف خبر ورکړل سو

د ١٦ ماينونو د کشف خبر ورکړل سو

افغان امنيتي ځواګونو په تصفيوي عملياتو کي ١٦ کړۍ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

افغان ځواکونو د ميوند ولسوالۍ په نري کارېز سيمه کي يو کړۍ ماين کشف او شنډ کړى دى. د کندهار ښار د دوهمي امنيتي حوزې د يخ کارېز په سيمه کي يې دوه د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
دغه راز د اتمي حوزې د ميرزا محمد خان کلاچې په سيمه کي د يوه دوکان په داخل کي يو ښخ کړل سوى ماين کشف او شنډ کړى دى.
امنيتي ځواکونو داراز په ارغنداؤ او پنجوايي ولسواليو کي ٧ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي. په شورابک ولسوالۍ کي يې څلور کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
دغه راز يې په ارغنداؤ ولسوالۍ کي ٥ فيره د توپ مرمۍ نيولي او يو ماين کشف او شنډ کړى دى.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.