افغانستان چي له تيروڅلويښت کلونو راهيسي د جنګ د کور ميلمه دي او د هرکال په راتګ سره افغانان ډېرهيله مندي ښيې چي ګواکي د نوى کال په راتګ سره به په افغانستان کي سوله او ثبات راسي او نور به د جنګ تور مخې لمن ټوله سي.
متاسفانه چي تير کلونه هسي راباندي په ژوند حساب سوه او هيڅ مو د سولي پيغام نه وليدي او نه هم دجنګ لمنه ټوله سوه چي دهغو کلونو څخه ١٣٩٢ هم يادوم تير کال د نورو کلونو په نسبت افغانان ډېر ورته هيله من وه او اميد ئې دا وه چي په ١٣٩٢ کال کي به افغانستان نور د وينو،تويولو صادرات او واردات بند کړي په تاسف سره …..
افغانان ډېر بد بخته دي نه نوى کال پيژني ،نه اخترونه پيژني،نه روژه مبارکه پيژني او نه هم نوري د خوښۍ او ماتم ورځي پيژنې په هرو ورځو کي د دوي د وينو تويولو لړۍ په ورين تندي روانه وي او د هرکس په وژلو من من غوښه اخلي.
١٣٩٢ کال اخره ورځ ددې پرځاى چي پښتني دود ورسره وکړو په خوښۍ ئې رخصت کړو متاسفانه چي په سرو سترګو او زخمي بدن مو رخصت کړي ،د پښتني دود خلاف عمل مو ورسره وکړي هيڅ شرم او حيا مو سترګو ته نه ودريده، او نه مو هم دهغو معصومو افغانانو هيلو ته وکتل چي د نوى کال پيل ئې د سولې پيلامه ګڼل، معصوم افغانان د تور لحد د خاورو ميلمانه سوه او غم ئې غمڅپلو دوستانو ته پاته سواهـ اهـ.
ولي بدبختانه افغانانو………………………………………………..افغانان هم دژوند کولو حق لري.
د١٣٩٢ کال رانه رخصت واخيست، بيا هم خوشاله وه او خوښي ئې څرګندوله چي دافغانانو له پنجو ئې ځان خلاص کړي، ځکه نور خو به داسي غمونه نه ويني لکه تير چې وليدل او په بدل کي ئې غريب ١٣٩٣ کال راپريښودي دهغه هم زړه نه غوښتل او نه ئې هم دا په فکر کوه چي زه به يوه وخت له بدقسمته افغانانو سره وخت تيروم خو په ژړغونى ږغ ئې افغانانو ته غيږه ورکړه او د کندهارد خاکريز والسوالۍ د ميله والو پيښه ئې د شاهدۍ په توګه ميدان ته راوستل.
نور………بسته بدبخته افغانانو نوى کال له نوى هيلو سره پيل کړي او نوى څه په نوى انداز لاسته رواړي او نوې د ژوند کولو لاره زده کړئ ترڅو له ژونده خوند واخلئ او ژوند پرتاسو خوند واخلي او يو بل ته لازم او ملزوم غاړه ورکړئ ترڅو د ژوند کولو په ارزښت او ادب پوه سي چي ژوند څه مانا.
ژوند څه مانا
په درنښت
ثناءالله مخلص ارمان کتابتون کندهار هار