کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اوسنی نړیوال کلتور او کلتوري هڅي

اوسنی نړیوال کلتور او کلتوري هڅي



ویل کيږي چي اوسنی نړیوال موډرن ( نوی ) کلتور دکوم ځانگړي غربي یا شرقي ملت یا ټولني میراث ندی بلکي دا دټول انسانیت شتمني ده چي د علمي او ساینسي ژور فکر له پایلو څخه درامنځ ته شوی صنعتی کلتور ېعني گلوبلایزیشن زیږنده  ده  .
په هیوادکي له نوي سیاسي بدلون سره جوخت د هیواد دکلتوری ودي په ډگر کي دپام وړ پرمختگ شوی دی چي دستایلو وړ دی . پدی لار کي زیاتي نیمگړتیاوي دي چي نه ویل یې موږ ځوروي .
هغه داچي زموږ کلتوري هڅي تر زیاته بریده پر ژبني تعصب او رواج راڅرخي چي کوم علمې او عقلي جواز نلري ولي اوسنی نړیوال کلتور یو صنعتی مرکز او انفراسترکچر لري چي زموږ له بدوی او نیمه زرعی کلتور سره هیڅ وړ نلری . { دکلتورڅرنگوالی او وده له اقتصادی علتونو سره تړلی ده }
داحقېقت دی چی زموږ دټولنی هرځوان او پیغلی ته نور دپیړیو دا زوړ بدوی او نیمه زرعی کلتور چی پلار پکی تر حده زیات حاکم دی او له ېوڅو جاهلانه غیرعلمی او غیر افادی رواجی عنصورونو څخه تشکیل شوی دی نور د زغملو وړندی ٠
ولی په یوه گام تر زوړ کلتورتیریدل او اوسنی کلتور ته رسیدل نه یوازی داچی ناممکن دی بلکه هر سړی ته داسی کول دخپل ضمیر پر لړزانده او کمزورو اوږو یو دروند بار محسوسېږی .
دهیواد میډیا دی ته ملا تړلی ده چی څنگه دزاړه کلتور په خوب ویده هیوادوال د پر مختللی نړی د کلتور په ډانډورو راویښ کړی خو زموز ټولنه دا بدلون نشی هضمولای ولی چی دمعاش په زرایعو کی ېې هیڅ بدلون ندی راغلی چی کلتوری تغیر ورپوری تړاو لری .
ددی پر ځای پکار دی چی علم ته مخه کړ او ځان د ایجاد او تخنیک و معراج ته ورسوو . دنوی تکنیک د یو گام په برکت نړیوال صنعتی میدانونو {منډیو} ته ځان رسولای شو  او دمارکیټی مقابلو له لاری خپل مالی حالت او حیثیت جوتولای شو  .
کله چی زموز هیوادوال خود کفیل او هیواد مو د بی وزلو کفیل شی بیا ممکن ده چی زموز د ځوان او پیغلی , کونډی رنډي , یتیم یسیر , وراری بوري حیثیت او مقام دمغرب له افرادو سره پرتله کړو . اوس زموز دټولنی دبې وزله سپین ږیري او بې سرنوشته ماشوم د ژوند شرایط له مغربي نړۍ نه ډیر واټن لري .باید چی یوازي دمغرب دظاهری کړو وړو پر تقلید اکتفا ونه کړو بلکه ښه داده چی د مغرب د ساینسي ترز تفکر او ایجاداتی ترز معاشرت هم پیروی وکړو .
یادونه :
دصنعتی انقلاب راتگ د زراعت له منځه تلل ندي بلکه زراعت هم صنعتی کیږي . ولي اوسنی زرعي نظام یو ځانگړي ډله پر مخ بیایي چی سربراه یی خان او ملک وي .چي دهغوی مشر باچا وي , دا ټول میکانزم د شاهي نظام اساسات دي  . ولي صنعتي کلتور ټول انسانان په مساوي توگه پر مخ بیولای شي چي علم او پوهه ولري او همدا صنعتي ټولنه ده چي هر وگړی نر او ښځه پکښي خود کفیله کیږي او دهیواد د پر مختگ ضمانت ورکولای شي  مننه .