دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني په یوې ځانګړې مرکه کې کندهار تلویزیون ته وویل چي دراتلونکي نوې کال دپاره ددې ولایت ملي پولیس، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونه کلک امنیتي تدابیر نیولي دي او دوسله والو طالبانو دهرډول وسله وال بریدونو دمخنیوي دپاره پوره چمتووالی لري.
ښاغلی روغ لیونی وايي راتلونکي کال به پدې ولایت کې په امنیتي حالت کې تیرشي او دټولوخلګو څخه غوښتنه کوي چي دامنیتي ځواکونو سره دامنیت ټینګولو په اړوند مرسته وکړي او دشمن ته اجازه ورنکړي چي خپل وران کاره کړنې ترسره کړي.
په زابل کې دنوې کال په لمړیو ورځو کې ددې ولایت خلګ ښار په بیلابیلو برخو کې دمیلو دپاره راوزي او ډیری خلګ یواو بل دمیلمستیا په کولو سره يې لمانځي.