کور / سياسي / پښتانه او ټول عمر احساسات

پښتانه او ټول عمر احساسات

تر هر څه د مخه بايد يادونه وکړم، چې له بده مرغه ما په ټول عمر کې تر اوسه پورې ډاکتر صيب اشرف غني احمدزی له نژدې يو ځلې هم نه دی ليدلی، چې ګويا خدای مکړه کومه تمه او توقع ولرم. همدارنګه د ډيرو نورو افغانانو په څیر د جنرال دوستم لخوا زما کورنۍ هم د غم پر ټغر کېنول شوې ده او زما ډير خوږ ورور د دوستم د ټوپکمارو لخوا لا ۲۵ کاله پخواشهيد شوی دی. نو که غم او درد وي، ما هم د نورو دريد لو افغانانو په څېر ليدلی دی. راځم اصلي موضوع ته، که چېرې غواړو د افغانستان او د خپلو خلکو پر راتلونکې قضاوت وکړو، نو هغه به پر هغه معيارونو او ارزښتونو ارزوو، چې د خپلو شخصي عقدو، بديو، ګټو او زيانونه څخه پورته د هېواد اوخلکو د ګټو او راتلونکې پورې تړلي وي.
د ښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي او جنرال عبدالرشيد دوستم د ايتلاف په هکله، ډيرو پياوړو پوهانو او د قلم خاوندانو ډيرې په زړه پورې او ارزښتناکې ليکنې کړې دي او د ډيرو معقولو دلايلو پر بنسټ يې دغه ايتلاف د افغانستان د راتلونکي سياسي ژوند او ملي وحدت لپاره يو پر ځای او معقول ګام بللی دی. خو سره له دې هم زموږ ځينې سياستوال او لوستي هېوادوال د دغه ايتلاف په هکله، شخصي، سليقوي او احساستي برخورد کوي او زموږ هغه پوهان او سياستوال، چې الله تعالی پر موږ لورولي دي، د دې پر ځای چې ورباندې ووياړو او ملاتړ يې وکړو، د نورو په اشارو يې تخريب او کمزوري کوو. په يو شي باوري يم او هغه دا چې، که چېرې په دې کچه پوهان او د استعداد څښتنان خدای د نورو هېوادنو، ګاونډيانو او يا د افغانستان دننه د نورو قومونو په نصيب کړي وای، نو بيا به مو د هغوی د شهرت او شخصيت ستاينې ليدلي وای. کاشکې الله تعالی د پوهو او نامتو شخصيتونو تر څنګ هم موږ پښتنو ته زغم، حوصله او له احساساتو پرته قضاوت پر لورولی وای نو اوس به مو احمدشاه بابا، ميرويس خان، غازي امان الله خان، باچا خان او نور د ګاندي او نېلسن منديلا تر څنګ په نړيواله کچه ياديدلی.
زه پخپله په افغانستان کې د قومي سياست پلوي نه کوم او د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره اړينه ګڼم، چې ټول موضوعات د ملي يووالي او ملي ګټو په چوکاټ کې وارزول شي، ځکه که ملي ګټې خوندي شي، ښکاره خبره ده، چې د ټولو قومونو ګټې چې په دغه جغرافيه کې ژوند کوي، خوندي کيږي. که چيرې ملي ګټې خوندي نشي، نو قومي ګټې په هر وخت کې له چلنج او ګواښ سره مخ کيدی شي، چې بېلګې يې موږ له څه باندې دريو لسيزو راهيسې ګورو، چې پرته له پښتنو سياستوالو څخه نور د افغانستان زياتره هغه سياستوال، چې د لږکيو پورې اړوند دي، همدا سياست پر مخ بيايي او په هر ځای کې د هر چا سره د افغانستان د ملي ګټو پر ځای د شخصي او قومي ګټو پر بنسټ معامله کوي. همدا ده، چې د افغانستان لپاره خو بيخي او د نورو قومونو لپاره هم اوږدمهاله سياسي او باوري راتلونکې نلري.
لکه څرنګه چې يادونه وشوه، له څه باندې دريو لسيزو راهيسې د کورنيو بعضو کړيو، ګاونډيانو او ځينې نړيوالو هېوادونو د څارګرو ادارو لخوا د افغانستان پر وړاندې، توطيې او دسيسې روانې دي او دغه ټولې توطيې په افغانستان کې د يو قوم پر ضد متمرکزې شوي دي، چې د يادو کړيو لخوا د افغانستان ټول لږکي قومونو د پښتنو پر ضد په يوه ټولګي کې راغونډ شوي دي. اوپښتنو ته، چې تر اوسه کوم زيان رسيږي او يا د افغانستان په دولتي او سياسي نظام کې يی برخه او مشارکت کمرنګه دی، اساسي علتونو يې د پښتنو پر وړاندې د دغه لږکيو يووالی او پخپله د پښتنو تر منځ د يو مرکزي محور نه شتون دی. تر ټولو خطرناکه خو لا دا ده، چې دغه ټول لږکي قومونه تقريبا د افغانستان په يوه برخه کې ميشت دي او هر لحظه د دې خطر شته، چې افغانستان د ډول ډول کړکيچونو او حتی د تجزيې له تهديد سره مخ کړي.
که واقعيتونو ته ځير شو، د پښتنو په شمول د افغانستان ټول قومونه د يوې مرکزي او واحدې رهبرۍ خاوندان نه دي خو د پښتنو په پرتله بيا نور قومونه يوڅه منظم دي. پښتانه جلا جلا يا خو پخپله لار او يا په نورو پسې روان دي نو يوازينی قوم، چې واحده مرکزي رهبري لري او د دوی د ټولو رايې او پرېکړې د يوه شخص په لاس کې دي، هغه ازبک دي. چې ددغه قوم راېي ټولې ددوستم په تصرف کې دي.
نو دا به يو عالمانه او پر ځای ګام نه وي، چې له يوې خوا افغاني او پښتني ضد ټلواله سره وويشل شي او له بلې خوا د لږکيو قوم څخه هغه قوم، چې د يوې واحدې رهبرۍ لاندې دی د پښتنو تر څنګ ودريږي. بله ګټه به يې داهم وي، چې د افغانستان په شمال کې چې هميشه د مرکزي حکومت پر وړاندې بلواګانې رامنځته کيدی شي، هر وخت د افغانستان ارضي تماميت له خطر سره مخ کولی شي د يو بل پياوړي سنګر په توګه دمرکزي حکومت په طرفدارۍ رامنځته شي.
د افغانستان په روان ناورين کې ډير ګوندونه، ډلګۍ او اشخاص په عام وژنه او د بشر د حقوقو څخه په سرغړونه تورن دي او هم يې لاسونه د بيګناه افغانانو پر وينو سره دي. ايا د ډاکټر اشرف غني احمدزي دغه ابتکار د ستايلو وړ نه دی، چې تر ټولو بدنام جنګسالار عبدالرشيد دوستم يې دې اخلاقي جرات ته اړ کړ، چې د افغانستان د خلکو په مخ کې ودريږي، پخپلو تيرو اعمالو پښيماني ښکاره کړي او د ټولو قربانيانو له کورنيو څخه بښنه وغواړي، چې نورو تر اوسه دا کار نه دی کړی او لا تر اوسه يې پښيماني هم نه ده څرګنده کړې.
انګريزان يوه مقوله لري، چې وايي موږ نه دايمي دوستان لرو او نه دايمي دښمنان. هغه څوک زموږ تر ټولو ښه او نږدې دوست دی، چې په ټاکلي وخت کې زموږ له کټو نه پلوي وکړي او هغه څوک زموږ تر ټول بد دښمن دی، چې په همدغه وخت او شرايطو کې، زموږ د ګټو مخالفت وکړي. نودغه مقولې ته په کتواوس چې دملي ګټودخونديتوب وخت دی نونه شي کېدی چې ددوستم سره موږد انعطاف څخه کارواخلو اوکه چيرې بيادمحاکمې وخت راورسيدونوزه په دې باوري يم چې دوستم به بياهم ددې جرات ولري چې ترټولوپه سرکې محاکمې ته هم حاظرشي.
نو راځی چې د بيځايه او بې ګټې احساساتوپرځای يوه فيصله وکړو، چې دا پلاو به داسې يو چا ته رايه ورکوو، چې خپل مو وي، نړۍ پرې وياړي، د هغې د پوهې او مفکورو څخه نړۍ ګټه پورته کوي، داسې چا ته رايه ورکړو، چې د پوهې نه غني وي، غني پروګرامونه او برنامې ولري، زړور او با جراته مدير وي او د يو موټي غني او باثباته افغانستان راتلونکې د هغې په وجود کې ليدل کيږي.
ډاکتر اشرف غني احمدزي ته رايه د نړۍ دوهم مفکر، پوهې، علميت او باجراته او زړور مديريت ته رايه ورکول دي.

د يو سرلوړي، باعزته، سوکاله او يو موټي افغانستان په هيله.

په افغاني مينه او درنښت

احمدشاه امين – لندن