کور / سياسي / په کندهار کي د ټاکنو په اړه د نظرونو مختلف الاضلاع مثلث

په کندهار کي د ټاکنو په اړه د نظرونو مختلف الاضلاع مثلث

د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکني ورځ تر بلې رانژدې کيږی، په کندهار ښار کی د دواړو ټاکنو د نوماندانو کمپاينونه د هيواد د نورو لويو ولايتونو په څېر تاوده دي. په کندهار ښار کي يو زيات شمېر خلګ راتلونکو ولسمشريزو او د ولايتی شوراګانو ټاکنو ته خوښ دي او غواړي، چي په دواړو ټاکنو کي فعاله ونډه واخلی. کندهارښاريان وايي، په ټاکنو کي د ونډي اخيستلو په سبب غواړی، چي هغه چاته رايه ورکړی، چي لاسونه يې د ملت په وينه نه وي لړلي. د ښاريانو په قول هغه چاته به رايه ورکړی، چي د دوی لپاره په رښتيا کار وکړي، د خپل جېب د ډکولو پر ځاي د افغان ځپل ولس غم ورسره وي او د خپلو ژمنو د عملي کيدو توان ولري. د کندهاريانوپه خبره يوه رايه يې کولای سي، چي د هيواد برخليک مثبت لور ته بدل کړي.
(دا يومدني فعاليت دى، موږ خامخا پکښي ونډه اخلو، که درغلي کېدل هغه زموږ په لاس نه ده، خو رايه ورکول زموږ حق دى او موږ ډېره هڅه کوو، چي خپل حق په سم ډول وکاروو. ))
دوهمه ډله
بله ډله بيا داسي ښاريان هم سته، چي د ټاکنو له راتلونکي بهير څخه ناخبر دي. دغه شمېر ښاريان، د ځان او کورني لپاره يوه ګوله حلاله ډوډوی پيدا کول ډېره مهمه ګڼی او وايي په ټاکنو کار نه لري، چي هرڅوک واک ته رسيږی دوی يي پروا نلري. د يادي کټګوری خلګ هغه څوک دي، چي لاسونه يې په خواري او مزدوري پسی تڼاکی او په تيرو کلنو کی يي په ژوند کی د پام وړ بدلون نه دی راغلی.
( نه په انتخاباتو کار لرم او نه مي په پاچاهي سر خلاصيږي. هرڅوک چي راځي خداى دي يې راولي.
زما لپاره ښه خبره داده، چي اوړه ارزانه سي، د سرايه کرايه پيداکړم او يوڅوک مي روزانې( مزدورۍ) ته بوزي او مازيګر يو څو افغانۍ راکړي، چي خپلو کوچنيانو ته سړه ګوله ډوډۍ په رانيسم. )
درېيمه ډله د يادو کسانو ترڅنګ داسی خلګ هم په کندهار کی ژوند کوی، چی په اوس مهال کي ټاکنی او د رايي کارول په نورو پوري تړلې ډرامه ګڼی د وی وايي، په مخکنيو ټاکنو کي يې فعاله ونډه اخيستې وه ليکن په ژوند کي يي د پام وړ بدلون رانغی اولانور هم د ناامنيو ګراف لوړ سو.
دغه ډله کندهاريان زياتوي، ولسمشر مخکي ټاکل سوى او د انتخاباتو بهير د امريکايانو لخوا يوازي د خلګو په سترګو کي د خاوري اچولو مانا لري.
( که رښتيا درته ووايم، زه او زما کورنۍ دا پرېکړه کړې ده، چي په دغو انتخاباتو کي رايه نه ورکوو.
ستاسي به په ياد وي، چي په تېرو ټاکنو کي طالبانو سخت اخطارونه هم خلګو ته ورکول، ليکن د خپل کور ښځي مي په موټر کي کښېنولې او ټولي کورنۍ رايي ورکړې.
يوازي زموږ نه بلکي د ټولو افغانانو خواري اوبه يوړه.
دامحضي د امريکايانو لخوا زموږ د خلګو خطاء ايستل دي او دوى غواړي، چي بيا مو د لسو کالو لپاره وغولوي، نور موږ نه خطاءوزو او نه د چا په خوله کوو.
دوى پوهيږي او خپل انتخابات يې، چي هرڅوک راولي. )
پايله
اوس اصلی خبره داده، چي په ټولو ولسواکو ټولنو کي ټاکني د يوې ښې راتلونکي په موخه ترسره کيږي، هر افغان ملي مسؤليت لري، چي د هيواد د سمون او ښې راتلونکي په مقصد په راتلونکو ټاکنو کي دخپلي يوې رايی په کارولو سره په دغه ولسواک بهير کي ونډه واخلي.
دا خبره سمه ده، چي تيرو ټاکنو د ټولو افغانانو په ژوند کي يو مخ مثبت بدلون نه دى راوستلى، خو تر يوځايه پر ترسره سوي کارونه هم په پام کي نيول په کار دي. نور د ټوپک، سرو سترګو،زور ، ځنځيرانو او پاټکسالارۍ وخت پر تېرېدو دى او زموږ درنو هيوادوالو له تيرو ترخو تجربو زده کړي، چي خپل راتلونکی څنګه انتخاب کړي؟ نوماندانوته هم په کار ده، چي له برياليتوب څخه وروسته له ولس سره پرخپلو کړو ژمنو له سره غور او په عملي کولو يې پيل وکړي. دوی بايد پوه سي، چي افغانان داسي رهبران غواړي، چي د دوی په ژوند کي مثبت بدلون او سمون راولي. سوداګرو ته د پانګي اچوني، زده کوونکو او محصلينو ته د زده کړي، وزګار کسانو ته د کار او بالاخره د سولي، امنيت، روغتيا او د نورو اړخونو په رغوولو کي په رښتيا فعال پاته سي. په پرمختللو هيوادونو کي ځکه مشران او کشران يو خوله او يو زړه دي، چي ولس تل په ټاکنو کي فعال شرکت کړى او پر څوکيو ناست مسؤلين يې د خپلو ژمنو په عملي کولو بوخت وي. د همداسي يوې ورځي په هيله.