کور / تازه خبرونه / د جلال اباد پر اوله امنيتي حوزه ډله ايز ځانمرګی بريد وسو

د جلال اباد پر اوله امنيتي حوزه ډله ايز ځانمرګی بريد وسو

نن سهار ۵ نمې بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې په اوله امنيتي حوزه، دمازدا موټر په وسیله چې درانه منفجره مواد په کې ځای په ځای شوي وو ډله ايز ځانمرګی بريد وسو ، دا خبره څو شېبې مخکي ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره په ليکلي پيغام کي شريکه کړه .

د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په وينا د موټر په درانه انفجار سره ټول شته موانع له منځه لاړ او وسله وال بريدګر حوزې ته داخل شول، وروسته له همدې نقطې نه د ولايت مقام، دقصر ودانۍ او نور شاوخوا دولتي تأسیسات تر برید لاندي ونيول او نښته رامنځته سوه.
نوموړئ امنيتي کسانو ته د مرګ ژوبلي ادعا کوي خو وايي خو د شمېر په اړه يې معلومات نه دي ورکړي .
د يادوني وړ ده چي د دولتي چارواکو لخوا تراوسه په دغه مصئونه سيمه کي د نښتي رامنځته کېدو او بريدونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه سوي.