يوه مياشت مخكې يو آورېدونکي له آزادي راډيو سره په خبرو كې په ولسمشر حامد كرزي غږ وكړ چې استعفي دې وكړي. ده وويل چې حامد كرزي افغانستان د غلو، مفسدينو، ټوپكيانو، داړه مارو او ظالمانو په كور بدل كړ، نور له خلكو څه غواړي؟ لاړ دې شي او استعفى دې وكړي!
ښايي دې ځوان ته به په ياد نه وي چې حامد كرزی په ډېرو بدو ورځو او شرايطو كې افغانستان ته ستون شو، طالبان د امريكايي B-52 الوتكو په زور شړل شوي او د (بن) د كنفرانس د پرېكړو له مخې، يوه انتقالي اداره د هېواد له پاره جوړه شوې وه، چې حامد كرزي يې په راس كې و.
هغه وخت چې كرزي له دوو – دريو كسانو سره كابل ته راغي، د پخواني مشر تنظيمي ملګرو په ټولو ملكي او پوځي دفاترو خېټه اچولې او هر څه يي قبضه كړي وو! د تنظيمي مشر ځينو ملګرو فكر كاوه چې له يوه كمزوري، كاواكه او بېواكه پښتون مشر سره ښه كار كولاي شي، هغه د چا خبره ږيره زما؛ خو واك د ملا! هو كرزي صيب په لومړي سر كې همداسې يو مشر و چې نوم د ده و؛ خو مزې او چرچې د نورو.
د كرزي صيب د لومړۍ كابينې يو وزير، ارواښاد عبدالله وردك ته هم يو چا د استعفي خبره كړې وه. عبدالله وردك د استاد سياف د تنظيم سړي د شهيدانو، معلولينو او مهاجرينو وزير و. له دې ټاكنې وروسته راقم الحروف، د فرانسې د سفارت اوسني سوداګريز قونسل چې افغان دی او د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار د وزير صيب پوښتنې او مباركۍ ته ورغلو. په هغه وخت كې د پكول والا زيږ ورور مجاهدينو او لويديځ مېشتو بې ږيرې نېكټايي والا افغانانو تر منځ واټن ډېر و؛ خو ښاغلي وزير موږ په ورين تندي ومنلو او ښه خوندور مجلس وشو. په خبرو كې عبدالله خان له ادارې، حالت او وضعيت څخه ډېرې ګيلې وګړې او وې ويل چې زه په وزارت كې د يو سركاتب حيثيت لرم او ټول كارونه پنجشيريانو قبضه كړي دي!!
د فرانسې د سفارت افغان سوداګريز قونسل چې هغه وخت عصبي مزاجه سړي و، حوصله ونكړه او وې ويل چې وردك صيب چې نوم دې د وزېر؛ خو واک د سركاتب دي؛ نو ناست په څه يې، استعفي وكړه!؟
اوراښاد عبدالله وردك له دې وزارت څخه وروسته، د لوګر والي او بيا په پغمان كې ووژل شو.
كرزي صيب دې الله د عبدالله وردك په سرنوشت نه اخته كوي.
د ده په وخت كې په افغانستان كې ډېر ستر كارونه هم شوي. د ده په وينا د ده د پاچايي په وخت كې افغانستان بيا د ټولو افغانانو كور شو، مخابراتو بېساري پرمختګ وكړ، بانكونه جوړ شول، شخصي شركتونو الوتنې پيل كړې، په لسګونو زره نوي كورونه او سوداګريزه ودانۍ جوړې شوې، لس مليون نجونې او هلكان ښوونځيو ته ځي، د روغتونونو او كلينيكونو شبكه پراخه شوه، د مركزي بانك زېرمه شپږ بليون ډالر ته جګه شوه چې په نتيجه كې يې ولسمشر خلكو ته وويل چې دومره پيسې لرو چې پلونه به خورو، لويې لارې جوړې شوي، د رسنيو جال دومره پراخه شو چې اټكل يي نه كېده، د اورګاډي په پټيلۍ كار پيل شو، د عينك (مس) په شان د سترو پروژو تړونونه لاسليک شول او داسې نور؛ خو دا ټول ښه كارونه داسې مانا لري لكه ولسمشر او ملګري يې د ونې د څانګو په علاج بوخت دي او اصلي بدنه يا ډډ يې هير شوي!
ولسمشر يو پياوړي، پاك، حساب وركونكي، مسلكي، متعهد او مخلص دولتي نظام جوړ نه كړاي شو. ولسمشر حامد كرري دومره مصلحتونه وپالل چې اوس افغانستان له اداري پلوه د نړۍ لومړنی فاسد دولت بلل كيږي، د نشه يي توكو د كر او سوداګرۍ له پلوه هم زموږ هېواد لومړي دی او لنډه دا چې ډېرو منفي شيانو كې افغانستان لومړي؛ خو په مثبتو برخو كې يو سل پنځوسم يا دوه سوم دريځ لري!
البته دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې يوازي حامد كرزي د دې ټولو ناكاميو مسوول نه شو پيژندلي، په دې ستره پړه كې په ولسمشر سربېره د ده مرستيالان، د دوي وروڼه، د اكا زامن، نور خپلوان، د سنګر دوستان، د جهاد ملګري، د مقاومت سرتيري، د تنظيمونو شپږ شلې مشران، جهادي قوماندانان، واليان، وكيلان او ډېر نور حضرات ګډون لري چې وضع يې تر دې ځايه راورسوله چې خلك ګومان كوي چې د 2014 په پاي كې به، د بهرنيو پوځونو له وتلو وروسته، وضع خداي مه كړه ګډوډه شي او د تنظيمي پاچايي (1992 – 1996) تورې ورځې به بېرته راوګرځي!
په اوسني افغانستان كې، د امريكا – او ناتو د ويندويانو بر خلاف چې وايې وضع د ثبات خوا ته روانه ده، وضع ښه نه ده، اوس ژمی او په سړو سيمو كې جنګي موسم نه دی پيل شوی؛ خو اټكل كيږي چې په راتلونكي پسرلي كې به بيا ډېرې خونړۍ جګړې ونښلي؛ ځكه د دولت مخالفين د بهرنيو پوځونو د وتلو په درشل كې د برياليتوبونو تمه لري. دې حالت خلك په راتلونكي بي باوره كړي، له همدې امله پانګونه كمه شوې او د پيسو بيه لوېدلې ښكاري. او ښايې همدا عوامل هغه ځوان دې ته اړ ايستلي وي چې آزادۍ راډيو ته ووايي چې حامد كرزي دې استعفي وكړي! ده وويل چې كرزي افغانستان د غلو، مفسدينو، رشوت خورو، ټوپكيانو او ظالمانو په كور بدل كړ؛ نور له دې ولسه څه غواړي، لاړ دې شي او استعفي دې وكړي!
زه ګومان كوم دغه ځوان د نښې منځ ويشتلی، سمه ده چې افغانستان د نړيوالو او سيمه ييزه سياليو په ډګر بدل شوي؛ خو دا ستونزه كورني اړخ هم لري. يوه لويه ستونزه دا ده چې په افغانستان كې عدالت نشته او خلك د دولت ننګه نه كوي، له همدې امله دري لكه پنځوس زره كورني سرتېري او شاوخوا پځوس زره زيات يا کم بهرني سرتېري سوبه نه شي كولاي؛ ځكه چې د خلكو او چارواكو يا دولت تر منځ واټن ډېر دي او خلك د دولت شا ته نه دي ولاړ او خلك ځكه د دولت شا ته نه دريږي چې دې همغه ځوان خبره دا دولت تر ډېره ځايه له غلو، مفسدينو، رشوت خورو، ظالمانو او نا اهله كسانو څخه جوړ دي.
او هر يو غواړي چې د ټول افغانستان (زن، زر او زمين) او نړيوالې مرستې په يوازې ځان په بډه ووهي. په دې حالت كې داسې كسان شته چې پرون يې خر نه درلود چې پرې سپور شي؛ خو نن د ډالرو مليونران دي او پيسې يې د دوبي او انګلستان په بانكونو كې نه ځاييږي!
چې خبره پاي ته ورسوو، د افغانستان ستونزه د كرزي صيب په استعفي نه حل كيږي، بايد دا دوه – دري سوه وروڼه، د اكا زامن، خپلوان، د سنګر ملګري، د مقاومت مدعيان، جهادي مشران، واليان، قوماندانان او نور له صحنې ليرې شي او د افغانستان نورو خلكو، په تېره بيا نوي تعليم يافته نسل ته وخت وركړي چې د هېواد او خلكو د خدمت ميدان ته ننوځي او خپله پوهه او تجربه په كار واچوي.
سمه ده چې دا وطن به په پاسنيو حضراتو هم ګران وي؛ خو د وطن ګرانښت دا معني نه لري چې په ټولو مناصبو او امكاناتو خېټه واچوه او نورو ته د كار، خدمت او برخې اخستنې موقع مه وركوه.
كه دا تګلاره ادامه ومومي او ولسمشر د مصلحت پالنې ناكام سياست پرې نږدي، ټول دې يقين ولري چې د افغانستان بيړۍ به د نجات ساحل ته و نه رسي.