یو سړي د چوغکو د نیولود پاره جال هوارکړ، ناڅاپه یوه چوغکه په جال کی بنده سوه، چوغکه چي کله په جال کي ګیر سوه او ځان یې نه سوای خلاصولای نو سړي ته یې وویل”.. اې نېک انسانه! تابه څومره هوسۍ، بْزې او مرغان خوړلي وي، دهغو شیانو په وړاندي زما څه حیثیت دی. زما پر بدن باندی ډيره لږ غوښه ده، په دې به ته څه وکړې، نس دي نه په مړېږي. که ته ما خوشي کړې نو زه به تاته درې ډير فایده من نصیحتونه وکړم، که عمل په وکړې ډيره مثبته ګټه به لاس ته راوړې.له هغو څخه یو نصیحت زه هم دا اوس ستا په قید کې، دوهم تر خلاصېدو وروسته او دريم چي کله پر دیوال کښېنم درته کوم..” د سړي په زړه کي شک پیدا سو، چی دا چوغکه خدای خبر څنګه نصیحت درته کوي. چوغکي ته یې وویل: لومړی نصیحت راته وکړه. بیا دي ایله کوم.
چوغکي وویل: زما لومړی نصیحت دادی، کومه خبره(کار)چې امکان نه لري، په هغه باورمه کوه. تر دې وروسته سړي چوغکه له لاسه ایله کړه، هغه ولاړه او پرمخامخ دیوال کښېنسته، بیا یې وویل، زما دوهم نصیحت دادی: کومه خبره(کار) چې وسي، په هغه ځان مه غمجن کوه. تردې وروسته په هوا سوه او ویې ویل: اې انسانه! تا چی زه پریښوولم، دادي ډیره غټه غلطي وکړه، ځکه زماپه نس کې د پاؤ په اندازه قیمتي ډبره ده. که چیري تا زه حلاله کړې وای او زما له نس څخه دي دا ډبره را کښلېوای، نوپه دومره پیسو به درته خرڅه سوېوای، چې ستا د راتلونکو نسلونو به لاهم دغه پیسې بس وای، ته به ډیر لوی شتمن وای.
چوغکي چې دا خبري وکړې، سړي ډیر افسوس وکړ چې کاشکي مې نه وای پرې ایښې، اوس به ډیر مالدار وای. دامې په ژوند کې یوه غټه غلطي وکړه. چوغکي چې سړی په سوچ او فکر کې ولید، نو د درختي پر ښاخ کښېنسته او ویې ویل: اې انسانه! ماچې تاته اوس لومړی نصیحت وکړ، هغه دي بیا هیرکړ، درته ومی ویل چې کوم کار چې امکان نه لري، پر هغه یقین مه کوه، خو تا زما پر دا خبري اعتبار وکړ.آیا زماپه نس کي یو پاؤ ډبره ځاییدای سي؟ او یا امکان لري؟ دوهم نصیحت مې دا درته وکړ، چې څه پېښ سول په هغه ځان مه غمجنه وه. مګر پر تا دوهم نصیحت هم څه اثر ونه کړ، ځان دې په غم او افسوس مبتلا کړ، سړي ورته وویل: اوس دریم نصیحت راته وکړه، په هغه به خامخا عمل کوم. چوغکي ورته وویل: تاته نصیحت کول بالکل ناکاره دي، تا زما په مخکنیو دوو نصیحتونو عمل ونه کړ، چې اوس دریم نصیحت هم درته وکړم، ته ددې وړ نه یې، چې نصیحت درته وکړل سې. چوغکه تر دې خبرو وروسته په هوا سوه او سړی همدلته د چوغکي په خبرو کی راګیر او په سوچوکی ډوب سو..