پېښور: سعودي دمرستندویه کمېټې د خپرونود څانگې څخه لروبرته په رارسيدلې خبرپاڼه کې څرگنده شوې چې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا د صوابۍ په کیمپونوکې پر افغانی مهاجرینو د پېنځه زره کارتنه خوراکي موادو ویشلو لړۍ د سېشنبې په ورځ چې د مارچ د میاشتې د اتلسمې نېټې سره سمون خوري پیل شوه.مرستندویه کمېټې د کاکان په کیمپ کې د خوراکي توکو کارتنې وویشلې او په ترتیب سره بهپه ګندف، برکی، ځنګل پتی، جلاله او باغیچه کیمپونو کې یادې مرستې وویشل شي.دغه مرستې چې هره برخه یې له ۲۶کیلو خوراکي موادو جوړه شوې عبارت ده له: لس کیلو وریجې، پنځه کیلو لوبیا، پنځه کیلو غوړي، پنځه کیلو چیني، یوکیلو شین چای.د مرستو د ویشلو پر مهال افغان مهاجرینو د سعودي مرستندویه کمېټې د زړه له تله مننه وکړه او د لا زیاتو مرستو هیله یې څرګنده کړه.دمرستندویه کمېټې مدیر ښاغلی عبدالله خان د ویشلو پر مهال په خپله وینا کې افغان مهاجرینو ته د لا نورو مرستو ډاډ ورکړ او دا یې د هغه مرستو لړۍ وبلله چې د سعودي مسلمان ولس لخوا خپلو افغاني مهاجرینو وروڼو سره کیږي. دیادونې وړ ده چې د دغو مرستو اوله برخه تېره شوې مبارکه روژه کې تر سره شوې، چې پکې لس زره کورنۍ د خوراکي موادو څخه برخمنې شوې وې.