د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍکې لسګونه ځوانانو پخپل لګښت د ډاکټراشرف غني د کمپاین لپاره داوطلبانه دفتر پرانیست.
دوی په اراځۍ کلي کې نن په دې مناسبت غونډه او ژمنه وکړه،چې ډاکټرغني ته د پراخ ولسي ملاتړ له جلبولو سره د افغانستان ارګ ماڼۍ ته ننباسي.
په دې غونډه کې د کونړ د کمپاین ولایتي مسول ډاکټرجمال الدین اسحاق،د ولایتي دفتر د ځوانانو مسول محمد ادریس غروال،د یاد شوي داوطلبانه دفتر مسول انجینرګلاب پسرلي،د فکر و عمل جرګې غړي ډګروال نور رحمان غرني او قومي مخور عبدالرحمان حکیمزي خبرې او داسې هڅې یې د حتمي او قوي بریالیتوب نښې وګڼلې.
د یادونې وړ ده،چې په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین ټول فعالیتونه د زون د عمومي دفتر په همکارۍ او سرپرستۍ مخته ځي او هره ورځ زرګونه تنه په مختلفو ولایتونو او کمپاین دفترونو کې د نوموړي له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلانوي.